د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند پرانیست


د کمال خان بند پرانیستلو مراسم
د کمال خان بند پرانیستلو مراسم

په نیمروز ولایت کې د کمال خان اوبو بند د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا رسماً پرانیستل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبه مارچ ۲۴ (وري ۴)د کمال خان اوبو بند پرانیستلو لپاره د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نیمروز ولایت ته تللی دی.

له ولسمشر غني سره په دغه مراسمو کې د هغه دوو مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش هم ګډون کړی و.

ولسمشر غني د کمال خان بند پرانیستلو مراسمو کې وویل: "د کمال خان په فعالېدو سره مهاجر شوي مرغان بېرته هېواد ته راستانه شول، زه غواړم مهاجر انسانان هم بېرته خپل هېواد ته راستانه شي. د افغانستان اوبه باید په جدي ډول مدیریت کړو. د کمال خان بند یو کانال سږ کال جوړیږي، پلان لرو چې د دغه بند ټول کانالونه تکمیل کړو."

ښاغلي غني همدارنګه زیاته کړه چې د کمال خان بند په پرانیستلو سره د نیمروز د خلکو ۷۰۰ کلنه هیله پوره شوه او په خبره یې دغه لویه ملي پروژه کولای شي د خلکو په منځ کې ملي یووالی رامنځته کړي.

هغه وویل چې د ورته پروژو په پرانیستلو سره به افغانستان د اقتصادي بسیا کېدو په لور ګام واخلي او په خبره یې د مرستې لپاره به نورو هیوادونو ته اړتیا نه لري.

ولسمشر غني دې ته په اشارې چې کلونه د هلمند سیند اوبه له مدیریت پرته ایران ته بهېدلې ټینګار وکړ چې اوس د اوبو مدیریت خپله د افغانانو په لاس کې دی او ټينګار یې وکړ چې تر دې وروسته به هیڅ هیواد ته مفتې اوبه ورنه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت د افغانستان او ایران ترمنځ د «هلمند اوبو تړون» ته ژمن دی او په وینا یې که چیري ایران ډیرو اوبو ته اړتیا لري باید له افغانستان سره خبرې وکړي.

د نیمروز والي زمریالي احدي د کمال خان بند پرانیستلو مراسمو کې وویل چې دغه ملي پروژه کولای شي یاد ولایت ته امنیت، روښنايي او زرغونتیا راوړي.

هغه زیاته کړه چې د کمال خان بند په جوړېدو سره به په نیمروز ولایت کې د وچکالۍ په اړه اندېښنې لیري شي.

د کمال خان اوبو بند د نیمروز ولایت په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري او په ۱۳۴۵ کال کې د جوړولو کار پیل شوی و. خو د نا امنیو او ځینو نورو لاملونو او سیاسي تحولاتو له امله یې د جوړولو کارونه ځنډېدلي و.

په یاد بند کې د اوبو ذخیره کولو بهیر د ( ۱۳۹۹ کال په سلواغې) میاشت کې پيل شوی و.

کمال خان بند د ۱۷ متره په جګوالي سره د ۵۲ میلیون متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري. د افغان چارواکو په وینا دغه بند به ۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي او هم به ۹ میګاواټه برښنا تولید کړي.

د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د معلوماتو په اساس د دغه بند جوړولو پرمهال ۳۹ امنیتي ساتونکي د وسله والو طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

دغه بند د نیمروز مرکز زرنج څخه په ۹۵ کیلومترۍ کې ګاونډي هیواد ایران ته د هلمند سیند پر بهېدونکو اوبو جوړ شوی دی.

کمال خان بند په هرات کې د سلما او فراه کې د پخش اباد ترڅنګ د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو له لویو بندونو څخه شمېرل کیږي.

XS
SM
MD
LG