د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوالو پاکستان سره د نهه میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه 


د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د پاکستان صدراعظم په سویس کې د مرستندویه هیوادونو په کنفرانس کې
د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د پاکستان صدراعظم په سویس کې د مرستندویه هیوادونو په کنفرانس کې

په لسګونو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د دوشنبې په ورځ د جنورۍ په نهمه (مرغومي ۱۹مه) د ملګرو ملتونو او پاکستان په ګډ کوربه توب په يوې غونډې کې له پاکستان سره د نهه ميلياردو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه، چې دغه هېواد د تیر دوبي په ویجاړوونکو سیلابونو کې اوښتي زيانونه ورغوي.

په پاکستان کې څو میاشتې وړاندې سیلابونو څه باندې ۱۷۰۰ کسان مړه کړل، له دوه میلیونو څخه زیات کورونه یې ویجاړ کړل او د پاکستان یو پر دریمه برخه خاوره یې تر اوبو لاندې کړه او دغه هېواد ته یې له ۳۰ میلیاردو ډالرو زیات زیانونه واړول.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب په وینا، دغه هېواد د سېلابونو د زیانونو د بیارغونې لپاره د شاوخوا ۱۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې، چې نیمايي به یې نړیواله ټولنه او نیمايي به یې د پاکستان حکومت ورکوي.

د آغلې اورنګزیب په خبره، د پاکستان د سېلابونو د ویجاړیو د بيارغونې لپاره به اسلامي پرمختيايي بانک ٤.٢ مليارده ډالره، نړيوال بانک ٢ ميليارده او اسيايي پراختيايي بانک به ١،٥ ميليارده ډالر برابر کړي. نوموړي دا هم وويل، چې اروپايي ټولنې د ٩٣ ميليونو ډالرو، جرمني د ٨٨ ميليونو ډالرو، چين د ١٠٠ ميليونو ډالرو او جاپان د ٧٧ ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

متحده ایالاتو دمخه تر دې له پاکستان سره څه باندې سل میلیونه ډالره مرسته کړې وه او په دغه کنفرانس کې یې له پاکستان سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو نورو مرستو ژمنه وکړه.

سعودي عربستان چې د پاکستان قوي او اوږدمهاله دوست او متحد دی، د یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

په سویس کې په دغه کنفرانس کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او د ملګرو ملتو سرمنشی انتونیو ګوتریش په حضوري توګه او د نړۍ نورو مشرانو په مجازی بڼه ګډون کړی و.

ګوټریش وویل: " په مخ پر ودې هیوادونو کې مونږ باید د اقلیم د بدلون له امله د ناعادلانه ضیاع او زیانونو په اړه صادق واوسو. که تاسو د دې زیانونو او تلفاتو په اړه شک لرئ، پاکستان ته لاړ شئ، هلته د اقلیم د بدلون زیان او ویجاړتیا عیني ده."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې د نورو ځایونو په پرتله په سویلي آسیا کې د اقلیم د بدلون له امله د خلکو د مړینې احتمال ۱۵ ځله ډیر دی. هغه وویل: "هیڅ هیواد د هغه څه مستحق نه دی چې په پاکستان کې پیښ شوي."

د تېر نومبر په میاشت کې د نړۍ هېوادونو موافقه وکړه چې د اقلیم د بدلون له امله د اوښتو زیانونو او تاوانونو د مخنیوي لپاره د پیسو د صندوق په جوړولو موافقه وکړه چې د پاکستان په څېر هېوادونه چې له دې درکه تاواني شوي، له دې پیسو ګټه واخلي.

د څو میاشتو له تیریدو وروسته، په پاکستان کې په ځانګړې توګه د سند او بلوچستان په صوبو کې په میلیونونو سیلاب ځپلي لا هم په خلاصو، کمپونو او موقتي کورونو کې او تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که څه هم په پاکستان کې له سیلابونو څلور میاشتې تیرې شوې دي، خو لا هم په دې هیواد کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان د سیلابونو ککړو اوبو ته نږدې ژوند کوي او روغتیا او ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دي.

شهباز شريف وويل د تير اوړي سيلابونو په مستقيم ډول په څه دپاسه ٣٣ ميليونو خلکو ناوړه اغیز کړی دی او د دوه میلیونو څخه زيات کورونه، ٨٠٠٠ کلومټره سړکونه او ٣١٠٠ کيلومتره د ریل ګاډي پټلۍ یې ویجاړ کړي دي.

ساينس پوهانو ويلي دي چې د ځمکې د اتموسفير په تودېدو سره په پاکستان کې سېلابونه په پرله پسې توګه، ډېر شديد او ډېر ويجاړونکي شوي دي.

XS
SM
MD
LG