د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس کې لسګونه "افغان کمانډویان" وژل شوي


د بادغیس سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اب کمري ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته د افغان کمانډو ۳۱ سرتېري وژل شوي دي.

د دغه ولایت چارواکي وايي، چې یاد کمانډو سرتېري د تېرې دوشنبې په شپه د وسله والو طالبان پر ضد د عملیاتو لپاره د اب کمري ولسوالۍ میدقل سیمه کې له هلیکوپټرو څخه پیاده شوي و.

د بادغیس د والي ویاند نصیب دادفر نن پنجشنبه د «چنګاښ پر ۲۷مه»امریکا غږ ته وویل، چې دغه عملیات د سیمې ییزې ادارې سره له همږغۍ پرته تر سره شوي دي.

د والي ویاند همدارنګه وویل، چې تر دا مهاله معلومه نه ده چې دغه افغان کمانډو له کابل او یا هم کوم ولایت څخه راغلي و.

هغه وویل:" فکر کوم دوی ته غلط کوردیناټ ورکړل شوی، معلومات یې غلط و چې د دتښمن په دام کې بند شول، په دغه نښته کې د افغان کمانډویانو ۲۵ تنه وژل شوي او ۶ تنه نیول شوي، چې بدبختانه وروسته یې هغه هم وژلي دي چې ټول ۳۱ تنه کېږي."

د بادغیس د والي ویاند همدارنګه زیاته کړه چې په دغه نښته کې ۲۳ وسله وال طالبان هم وژل شوي ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

پر همدې مهال د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیک بیا امریکا غږ ته وویل، چې یاد کمانډويي سرتېرې له غور ولایت څخه دغه ولایت ته د عملیاتو په هدف راغلي و.

هغه بیا وویل، چې تېره ورځ د پېښې له ځایه د ۳۵ کمانډويي سرتېرو جسدونه د سپینږیرو په منځګړیتوب د بادغیس ولایت مقام ته انتقال شوي دي.

هغه وویل:"د شپې اته بجې دوی طیارو کې راغلي دي، له محلي ادارې سره همغږۍ پرته هغوی د اب کمري ولسوالۍ یوې ساحې ته چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده د نور اغا په نوم د طالبانو د ولسوال پر شاوخوا یې پیاده کوي چې وروسته د طالبانو سره نښته که کوي، وروسته محاصره کېږي چې د شپې تر ۱۱ بجو دوام کوي."

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه دي ویلي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت نظر واخلي، خو د دفاع وزارت د ویاند سکرټر امریکا غږ ته وویل، چې دوی به یاده موضوع د دغه وزارت له ویاند سره شریکه کړي، چې تر دا مهاله یې څرک نه دی لګېدلی.

XS
SM
MD
LG