د لاس رسي وړ اتصالات

اقتصادي اندیښنو د ټرمپ پر بیا ټاکل کیدو سیوری غوړولی


جمهور رئیس ټرمپ له خپلو اقتصادي پروګرامونو رضایت لري

په دوه زره و شلم میلادي کال کې د اقتصادي رکود احتمال د جمهور رئیس ټرمپ د بیا ټاکل کیدو هلې ځلې پیچلې کړي دي.

په داسې حال کې چې له چین سره د امریکا تجارتي لانجه مخ په زیاتیدو ده ، د اقتصادي یو شمیر کارپوهان راتلونکې کال د اقتصادي رکود خبرداری ورکوي چې احتمالا کولای شي د ټرمپ د بیا ټاکل کیدو چانس زیانمن کړي.

خو جمهور رئیس په نیو همپشیر کې د یوې غونډې پرمهال له چین سره د تجارت په اړه د خپل موقف ملاتړ وکړ.

ښاغلي ټرمپ وویل: " دا زما د مذاکراتو طریقه ده. په تیرو کلونو کې یې زما لپاره ښه نتیجه ورکړې او حتي د هیواد لپاره هم غوره تمامیږي."

په داسې حال کې چې جمهور ټرمپ معمولا په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې د امریکا پیاوړي اقتصاد ته اشاره کوي ، کارپوهان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د احتمالي اقتصادي رکود خبر ورکوي.

له دیموکرات ګوند څخه د امریکا جمهوري ریاست ته د مخکښ کاندید جوبایډن په ګډون د ټرمپ دیموکرات سیالان له اقتصاد سره د ولسمشر پر چلند انتقاد کوي.

دیموکرات کاندید جو بایډن وویل: " دا د تجارت د سیاست په پرتله د اقتصاد بنیاد ته لږ ګټه رسوي. بهرنی او کورنی سیاست چې خلک په مارکیټونو کې اندیښنه لري چې اوسنۍ اداره څومره ثبات لري؟ "

ټرمپ په مجموع کې له رایه ورکوونکو څخه د اقتصاد په برخه کې ډیرې رایې اخلي.

اوسمهال داسې معلومیږي چې جمهور رئیس ټرمپ په دې باور دی چې د هغه قوي سیاسي بنیاد کولای شي د راتلونکي کال په ټاکنو کې د هغه له بیا ټاکل کیدو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG