د لاس رسي وړ اتصالات

د اقتصاد د نوبل جایزه دوو امریکایي پوهانو ته ورکړل شوه


د سویډن د علومو سلطنتي اکاډمۍ د ٢٠١٨ کال د اقتصاد د نوبل جایزه دوو امریکایي پوهانو ویلیم نوردهاس او پاول رومیر، ته اهدا کړه.

ښاغلی نودهاس د امریکا په یل پوهنتون کې او ښاغلی رومیر د نیویارک په پوهنتون کې څیړنې کوي. د نوبل جایزې د اکاډمۍ په وینا دوی د اقتصاد اوږدمهاله او ثابتې ودې لپاره نوې لارې طرحه کړي دي.

نوردهاوس په ۱۹۹۰ لسیزه کې یو داسې طرحه وړاندې کړه چې په نړیواله کچه یې د اقتصاد او د اقلیم د بدلون تاثیرات پر یو بل باندې تعریف کړل.

د نوبل د جایزو اکاډمۍ ویلي چې د ښاغلي رومیر څیړنې هم په خپل ذات کې "لومړنی طرحه ده چې ښیي څنگه د بازار شرایط او اقتصادي تصمیمونه د نویو تکنالوژیو په رامنځ ته کولو اثر کوي".

نوردهاوس په ۱۹۶۷ میلادي کال کې د مسچوستس ایالت د تکنالوژۍ له انستیتوت نه د ډاکترۍ سند ترلاسه کړ او ښاغلي رومیر په ۱۹۸۳ کال کې د شیکاگو له پوهنتون نه د ډاکتري سند واخیست.

د نوبل نقدي جایزه شاوخوا ١،١ میلیون ډالر ده چې په مساوي توگه به د دواړو پوهانو ترمنځ وویشل شي. د اقتصاد د نوبل جایزه د سږکال د نوبل وروستۍ جایزه وه چې اعلان شوه.

د ۲۰۱۸ کال د سولې نوبل جایزه په جګړه ځپلو سیمو کې د جنسي تیري ضد کمپاین کوونکو د عراق د ایزدي قبیلې فعالې نادیه مراد او د کانگو د دموکراتیک جمهوریت ډاکتر ډینس موکویګ ته ورکړل شوه.

د نوبل جایزه د الفرد نوبل په غوښتنه رامنځ ته شوه چې یو سویډنی بډایه صنعتکار او د ډینامیټ مخترع و.

د نوبل لومړنۍ جایزه په ١٩٠١ میلادي کال کې د ښاغلي نوبل له مړینې نه پوره پنځه کاله وروسته ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG