د لاس رسي وړ اتصالات

د 'افغانستان ساینس او ریاضي' اپلیکیشنونو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړې


د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ د "افغانستان ساینس او ریاضي (Math App (Afghanistan Science and په نامه اپلیکشینونه جوړ کړي او په وړیا توګه یې افغان زده کوونکو ته وړاندې کړي دي.

د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ مشر عبدالله احمدزي امریکا غږ ته وویل: «د دغه پروګرام پلان دوه کاله وړاندې د کروناویروس له خپرېدو وروسته جوړ شوی و او هغه مهال مو غوښتل چې د انټرنېټ له لارې د پوهنې په برخه کې له نړۍ سره سیال شو. خو اوس چې نجونې له ښوونځيو پاته دي، ومو غوښتل چې دا پروګرام عملي کړو، تر څو زموږ نجونې ترې ګټه پورته کړي او په راتلونکي کې یې وړتیا د هغو کسانو په شان وي چې اوس د زده کړې فرصت لري.»

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته څه دپاسه ۳۰۰ ورځې کیږي چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.

ددغو اپلیکشینونو د پراختیا پروګرام د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ د ۱۵ کسیزې کاري ډلې له خوا پر مخ وړل کېږي او د دې ډلې مشري د پوهنې په برخه کې د ښځینه کارپوهانو په غاړه ده.

د دې ډلې د مشرتابه یو مخکښ غړي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، امریکا غږ ته وویل: «د دې اپلیکیشنونو ټوله محتوا مو د افغان استادانو په واسطه تیاره کړې او بیا مو دغه مواد د د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ له څانګې سره شریک کړل او ټول مضمونونه مو په اپلیکیشن کې د هغوی د مشورې او منظورۍ په اساس شامل کړل، د دې اپلیکیشنونو مضامین سل په سلو کې د افغانستان د پوهنې له سیستم سره په مطابقت کې دي او له ارزونې وروسته مو په دغه اپلیکیشنونو کې موجودې تشې لرې کړې او دغه درسونه مو معیاري کړل."

ښاغلي احمدزي امریکا غږ ته دا هم وویل چې دا اپلیکیشنونه یوازې د زده کوونکو لپاره نه، بلکې د ښوونکو لپاره هم دي او ښوونکي کولای شي د دې اپلیکېشنونو په کارولو سره په مرکز او کلیو کې د ظرفیتونو توپیر له منځه یوسي او د هېواد په کچه ټول ښوونکي یو شان وړتیا ولري.

د کابل اوسېدونکې ارزو چې د نهم ټولګي زده کوونکې ده او اوس د طالبانو له خوا د لګېدلو محدوديتونو له امله ښوونځي ته نه شي تلای، وايي چې تازه یې له انټرنېټ څخه زده کړه پيل کړې ده: «دا زموږ لپاره نوې ده، خو په هر ډول چې وي هڅه کوو چې زده کړه وکړو.»

دا اپلیکیشنونه له دوو اونیو راهیسې د افغانستان په دوو رسمي ژبو دري او پښتو ټولو زده کوونکو او ښوونکو ته د لاسرسي وړ دي او کاروونکي کولای شي چې د ریاضي، کیمیا، بیولوژي، جیولوژي او فزیک په ګډون درسي محتوا پدې اپلیکشینونو کې ومومي او لوست وکړي.

دا اپلیکیشنونه اوس مهال یوازې په Android وسیلو کې د لاسرسي وړ دي؛ خو د افغانستان لپاره د اسیا بنسټ مشر ویلي، چې په راتلونکي کې به دوی د آی او ایس (ای فون) وسیلو او ویبپاڼو کې هم فعال شي.

پر طالبانو باندې د نړیوالو فشارونو سره سره، دا ډله وايي چې د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لیسو د بیا پرانیستلو لپاره لا شرایط برابر نه دي.

رپوټ: د امریکاغږ خبریال – پرویز شمال

XS
SM
MD
LG