د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر لوی مفتي افغانستان کې جګړه حرامه وبلله- خارجه وزارت 


افغان چارواکي وايي په دې وروستیو کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي
افغان چارواکي وايي په دې وروستیو کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي د مصر لوی مفتي ابراهیم علام په افغانستان کې روانه جګړه « مطلقه ناروا او حرامه» بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې مفتي علام د « قران، احادیثو او فقهي احکامو» په اساس دا خبره کړې ده.

په اعلامیې کې د مفتي علام له خولې لیکل شوي، " د خلکو په مال او ځان تجاوز او د عامه شتمنیو ورانول کبیره ګناهونه دي او څوک یې چې کوي ‌په دنیا او اخرت کې به سخته سزا وویني."

تر دې مخکې په سعودي‌ عربستان کې هم د نړۍ د بېلابېلو مسلمانو هېوادونو عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه رد کړې وه او ویلي وو چې د یو مسلمان هېواد د خلکو وینه تویول حرام دي.

هغه وخت طالبانو د سعودي‌ عربستان د دیني‌ عالمانو دا فتوا په افغانستان کې «د امریکایانو د پاتې کېدو» د مودې د غځولو هلې ځلې بللې وې او ټېنګار یې کړی و چې جګړه به روانه ساتي.

د مصر مفتي داسې مهال افغانستان کې جګړه ناروا بللې ده چې له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي او ورسره په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې د طالبانو بریدونه زیات شوي‌ دي.

د افغانستان چارواکي وايي په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په روان تاوتریخوالي کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG