د لاس رسي وړ اتصالات

مصر د 'رفح' سرحدي دروازه فلسطنیانو ته پرانستله


د مصر او غزې ترمنځ د رفح سرحدي دروازه
د مصر او غزې ترمنځ د رفح سرحدي دروازه

د مصر حکومت ویلي دي چې د رفح سرحدي دروازه چې غزه له مصر سره نښلوي، د روژې په میاشت کې یې د فلسطینیانو د تگ راتگ لپاره پرانستې ده.

د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي، په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې ددې سرحدي دروازې پرانستل "په غزه کې د وروڼو بار راکموي."

​په ٢٠١٣ کې د السیسي د واکمن کیدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د رفح سرحدي دروازه په نسبي توگه د اوږدې مودې – یوې میاشتې- لپاره د فلسطیني ولس لپاره پرانستل کیږي.

مصر دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغې کوي چې اسرائیلي پوځیانو په غزه کې ٥٩ فلسطینیان ووژل او څه دپاسه ۲۷۰۰ تنه نور یې د غزې تړانگې په سرحد کې ټپیان کړل.

د تیرې دوشنبې په ورځ په زرگونو فلسطینیانو بیت المقدس ته د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت د لیږدولو په اعتراض کې پراخې مظاهرې وکړې چې بیا دغه مظاهرې د اسرائیلي ځواکونو سره په تاوتریخوالي بدلې شوې.

مصري مقاماتو ویلي دي چې د رفح سرحدي دروازې له پرانستلو وروسته تر اوسه ٥١٠ تنه فلسطینیان مصر ته داخل شوي دي او څه دپاسه ۵۴۰ تنه چې په درملو، غذایي موادو، سمنټو او فولادو ډکې لارۍ ورسره وې غزې ته ته تللي دي.

په ٢٠٠٧ میلادي کال کې د حماس ډله په زور غزې ته ننوتله. د د حماس ډلې دغه اقدام ددې سبب شو چې اسرائیل او مصر په غزه کې د فلسطینیانو په تگ راتگ محدودیتونه ولگوي. غزه شاوخوا دوه میلیونه نفوس لري.

XS
SM
MD
LG