د لاس رسي وړ اتصالات

په روسیې کې یو محصل اته تنه په ډزو وژلي


د روسیې یو پوهنتون کې د محصل لخوا ډزو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دغه پېښه نن دوشنبه سپټمبر ۲۰ (وږې ۲۹) د روسیې مرکز په ۱۳۰۰ کیلومترۍ کې پروت «پرم» ایالت په یو پوهنتون کې رامنځته شوې ده.

د ناتالیا پچیشچوا پوهنتون ویاند ویلي چې بریدګر محصل هم تر پېښې وروسته وژل شوی دی.

د راپور له مخې د ډزو پر مهال ګڼ شمېر محصلینو د تېښتې هڅه کوله چې یو شمېر یې له لومړي پوړ څخه لاندې لوېدلي دي.

د ګمارل شوي تحقیقاتي کمېټې پایلې ښيي چې بریدګر په دغه پوهنتون کې محصل و.

سیمه ییزو رسنیو دغه محصل ۱۸ کلن ښودلی او ویل کیږي چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې له کلاشینکوف سره خپل انځور هم خپور کړی و.

تر دا مهاله د دغه پېښې د انګېزې په اړه معلومات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

XS
SM
MD
LG