د لاس رسي وړ اتصالات

ولایتونو ته د ټاکنو د حساسو موادو د لیږد بهیر پیل شوی


راوسه هرات، بادغیس، فراه، پکتیکا او غزني ولایتونو ته د ټاکنو حساس مواد لیږدول شوي دي
راوسه هرات، بادغیس، فراه، پکتیکا او غزني ولایتونو ته د ټاکنو حساس مواد لیږدول شوي دي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې ولایتونو ته یې د ټاکنیزو موادو د لیږد بهیر پیل کړی دی.

د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي د وږي میاشتې تر ۲۲ مې به ټولو ولایتونو ته د ټاکنو حساس او نور مواد ورسوي، خو دغه کمیسیون وايي‌ چې نا امني او لرې پرتو ولسوالیو ته د موادو رسول یې د کار پر وړاندې لوی خنډونه دی.

‪تراوسه هرات، بادغیس، فراه، پکتیکا او غزني ولایتونو ته د ټاکنو حساس مواد لکه رای پاڼې، بایومیټریک دستګاوې، رنګ او نور اړوند توکي رسیدلي، او کندهار،شاوخوا ولایتونو ته د موادو د لیږد پروسه روانه ده.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي د ټاکنیز مهالوېش له مخې کمیسیون باید د وږي تر ۲۲ مې ټول مواد د ولایتونو مرکزونو، او د تلې تر پنځمې د رایو مرکزونو ته ورسوي.

ښاغلی سادات وايي "لوی ګواښ زموږ او ددغې پروسې پر وړاندې شته امنیتي وضعیت دی، خو زموږ یو شمیر ولسوالۍ دي چې د ځمکې له لارې ناممکنه ده چې موږ وکولای شو خپل انتقالات ترسره کړو، د هوايي ځواکونو مسولیت دی او په دې برخه کې له موږ سره همکاري کوي تر څو په ټاکلي وخت او د انتقالاتو د پروګرام مطابق زموږ مواد هماغو ولسوالیو ته چې د ځمکې له لارې ناممکنه ده چې انتقالات وشي د هوا له لارې مواد د رایې ورکونې مرکزونو ته ورسوي ".

د افغانستان د ټاکنو د څار ادارې وايي چې د ولایتونو مرکزونو ته د موادو په لیږد کې کومه ستونزه نه ویني، خو د ټاکنو دغه څارونکي له شپېته تر اویا لرې پرتو ولسوالیو ته د موادو د رسونې په اړه اندېښمن دي‫.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیوي رئيس محمد یوسف رشید وايي "داسې نه شي چې دا مواد د یو شمیر کسانو لاس ته ورسیږي چې ښه نیت نه لري، تخریب شي، غلا شي، او بیا وروسته په داسې شکل مداخله وشي چې دا پروسه تر پوښتنې لاندې راولي، دا بیا جدي ننګونه ده".

په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون وايي د ولسمشرۍ نهه کاندېدان چې د وږي تر اتمې یې دوی ته د ټاکنیزو کمپاینونو د لومړۍ میاشتې مالي راپور نه دی وړاندې کړی، د تخلف له امله د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته ور معرفي کړي دي.

ولایتونو ته د ټاکنو د حساسو موادو د لیږد بهیر پیل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

د ټاکنو کمیسیون وايي ټاکل شوې وه چې د تلې د شپږمې د ټاکنو په ورځ په ټول افغانستان کې په ۵۳۷۳ مرکزونو کې رایه وکارول شي، خو اوس امنیتي ادارو ورته ویلي چې شاوخوا ۴۰۰ مرکزونه به د جدي امنیتي ګواښونه له امله تړلي وي.

XS
SM
MD
LG