د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان بانک: شهزاده سرای به راتلونکې شنبه پرانیستل شي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان بانک وايي، په کابل کې د اسعارو د تبادلې لوی مرکز «شهزاده سرای» به راتلونکې شنبه پرانیستل شي.

د افغانستان بانک نن پنجشنبه سپټمر دوهمه (وږې یوولسمه) په یوې اعلامیې کې ویلي: "د افغانستان بانک رهبري پلاوي د اسعارو د راکړې او ورکړې او مبادلې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د صرافانو له رهبرۍ او غړو سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کابل د شهزاده سرای به د ۱۴۰۰ کال د وږي له ۱۳ نېټه د شنبې پر ورځ پرانیستل شي."

په اعلامیې ویل شوي چې هیوادوال کولای شي د تیر په شان د خپلو پولي معاملو د مبادلې لپاره یاد بازار ته مراجعه وکړي او په خبره یې دا چارې به په عادي ډول روانې وي.

د افغانستان بانک په یوې بلې اعلامیې هم ویلي چې د اسعاري زیرمو د کنګل کېدو په اړه تر دا مهاله د اړوندو مراجعو له لوري کوم رسمي خبر نه دی تر لاسه کړی، خو زیاته کړې ده چې د افغانستان بانک عامل پلاوی د یادې ستونزې د حل په موخه لاس په کار شوی.

یاد بانک زیاته کړې چې دغه ستونزه یې د طالبانو له مشرتابه سره شریکه کړې چې په خبره یې ژر تر ژره به هواره شي.

د اګسټ د ۱۵ مې وروسته چې طالبان کابل ته ننوتل ورسره سم د افغانستان بانک په ګډون ټولو بانکونو خپل فعالیت ودراوه چې په ورځني ژوند کې یې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ کړل.

تر شااوخوا دوو اونیو وروسته د تیرې د یکشنبې په ورځ اګست ۲۹ مه په کابل کې بانکونو په محدود ډول خپلو مشتریانو ته د پیسو ورکول پیل کړل.

د افغانستان د مرکزي بانک او د بانکونو د ټولنې ترمنځ د هوکړې له مخې خصوصي بانکونه په اونۍ کې یو ځل تر دوه سوو امریکایي ډالرو او یا هم شل زرو افغانیو پورې پیسې خپلو مشتریانو ته ورکوي.

د بانکونو د خلاصیدو په لومړۍ ورځ د ټولو بانکونو مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته وه. بانکونو ته په ورغولو کسانو کې ډیر د حکومت مامورین وو چې د خپل معاش د اخیستلو لپاره بانکونو ته ورغلي وو.

XS
SM
MD
LG