د لاس رسي وړ اتصالات

د بوریل خبرداری : راتلونکې میاشتې د اوکراین جګړې لپاره 'برخلیک ټاکونکي' دي


د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل پنجشنبه مارچ ۱۴ (کب۲۴) خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې جګړه ښایي په راتلونکو میاشتو کې فیصله شي او د متحدینو څخه یې وغوښتل چې کیف ته مرستې چټکې کړي.

ښاغلی بوریل چې واشنګټن ته په رسمي سفر راغلی په سیمه ایز وخت پنجشنبه ماسپښین یې په یو خبري کنفرانس کې وویل، " همدا پسرلی، همدا منی د اوړي څخه وړاندې به د اوکراین جګړه فیصله شي".

د اروپایي اتحادیې دې جګپوړي دیپلومات په نیویارک کې د ملګروم ملتونو امنیت شورا ته هم معلومات ورکړل او ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سره هم وګوري.

بوریل وویل چې په امریکا کې په ټولو ملاقاتونو کې یې پدې ټینګار کړی چې که د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په اوکراین کې جګړه وګټي، دا هیواد قبضه کړي او هلته د بیلاروس په شان خپل "ګوډاګی" رژیم وټاکي، دی به هلته تم نشي.

جوسیپ بوریل زیاته کړه، " راتلونکي میاشتې به برخلیک ټاکونکي وي، هر څه چې باید وشي، باید په چټکه توګه وشي".

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر پداسې حال کې اوکراین سره د مرستو په چټکوالي او د روسیې د جمهور رئیس د پلان په هکله خبرداری ورکړی چې د کیف سره د متحده ایالاتو د ۶۰ ملیارد ډالرو په ارزښت د مرستو لایحه د کانګرس د استازو په مجلس کې بنده ده.

دا لایحه د سنا مجلس منظوره کړې خو د استازو مجلس مشر مایک جانسن ویلي یوازې په هغه صورت کې به یې منظوره کړي چې د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د غیر قانوني کډوالو ستونزه حل کاندي.


جوسیپ بوریل دا هم وویل اکثریت کارپوهان پدې باور دي چې ښایي روسیه په همدې را راوان اوړي کې په اوکرین کې پراخ تعرضي عملیات وکړي او کیف د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجې ته انتظار نشي کولی.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر دا خبرداری هم ورکړ چې که د روسیې جمهور رئیس پوتین په اوکراین کې بریالی شي، نه یوازې د متحده ایالاتو بلکې هغو ائتلافي نظامونو لپاره به ستر عواقب ولري چې اروپایي اتحادیې او متحده ایالاتو جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، "پدې سناریو کې به ښایي یو هیواد هم ډاډه نه وي چې متحده ایالات به د خپل یو متحد مرستې ته ور ودانګي چې تر برید لاندې وي".

د بوریل دې څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې ، پوتین خبرداری ورکړ چې د روسیې ملي حاکمیت ته د ګواښ په صورت کې د اتومي وسلو څخه کار واخلي.

پوتین په اوکراین کې د دوه کلنې جګړې په اوږدو کې، د روسیې اتومي ځواک ته په وار وار اشاره کړې ده. نوموړي تیره میاشت لویدیځو هیوادونو ته ګواښ وکړ چې که په اوکراین کې جګړې ته لمن ووهي، د اتومي ناورین "ریښتیني" خطر به رامنځته شي.

په روسیه کې له ټاکنو څخه یوازې څو ورځې مخکې د پوتین دا خبری په داسې حال کې ورکول کېږي چې تمه کیږي نوموړی به د شپږو نورو کلونو دپاره د ولسمشر په توګه واک ترلاسه کړي.

پوتین له یوې دولتي رسنۍ سره په مرکه کې وویل: "زموږ اتومي درې اړخیز ځواک تر بل هر درې اړخیزه ځواک پیاوړی دی. یوازې موږ او امریکایان په حقیقت کې دا ډول ځواک لرو او موږ ډیر پرمختګ کړی دی."

پوتین په دې مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، زیاته کړه: "که زموږ ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته د زیان رسېدو خبره مطرح وي، موږ چمتو یو چې هر ډول وسلې وکاروو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG