د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اوکراین سره د ۳۰۰ ملیون ډالرو تازه پوځي مرستې کوي


متحده ایالاتو سه شنبې مارچ ۱۲ (کب ۲۲) اعلان وکړ چې د اوکراین سره د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرستي کوي.

دا د تیر کال ډسمبر میاشتې راهیسې د کیف سره د واشنګټن لومړنۍ مرستې دي چې د دفاع وزارت یا پنټاګان چارواکو ویلي د پوځ لپاره د وسلو پیرلو قراردادونو کې په سپمول شویو پیسو برابرې شويدي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان چې د دې مرستو اعلان یې کاوه په خبري کنفرانس کې وویل چې په تازه پوځي مرستو کې به د توپونو مرمۍ، د هیماریس په نامه راکټ لانچرو لپاره مهمات او هغه وسلې شاملې وې چې د اوکراین پوځ ورته د جګړې په لومړیو کرښو کې سخته اړتیا لري.

ښاغلي سلیوان دا هم وویل چې دا وسلې او مهات به د اوکراینیانو سره په جګړې کولو کې مرسته وکړي خو دا مرسته به د لنډې مودې لپاره وي.

د پنټاګان ویاند تورن جنرال پاټ رایډر بیا ویلي پدې تازه پوځي مرستو کې د الوتکو ضد د سټینګر توغندي او د مرمیو ضد موټرو سیسټیمونه شامل دي.

جنرال رایډر زیاته کړه کړه چې د ۱۵۵ ملي متري توپونو مرمۍ هم اوکراین ته ورکړل شي چې چارواکو امریکا غږ ته ویلي د متحده ایالاتو پوځ ورته نوره اړتیا نلري.

د دفاع وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د دې نویو پوځي مرستو لپاره پیسې د څو قراردادونو څخه تر لاسه شوي چې د څو میاشتو راهیسې د پوځ لپاره د اخیستل شویو شیانو څخه پکې پیسې سپمول شوې وې.

دې چارواکي د اوکراین سره دا مرستې " نا پلان شوې" وبللې او دا یې هم وویل چې "پدې نه پوهیږي د نورو مرستو لپاره سپما له کومه ځایه تر لاسه شي."

پوځي چارواکو په قراردادونو کې د سپمول شویو پیسو د بیلګې په توګه ویلي چې په لومړي سر کې پوځ اټکل کړی و چې ۲۵ ملي مترۍ یوه مرمۍ به په ۱۳۰ امریکایي ډالر اخلي، خو په چنې وهلو کې یې همدا مرمۍ یوازې په ۹۳ ډالرو تر لاسه کړه چې په سپمول شویو پیسو اوکراین ته تازه پوځي مرستې برابرې شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG