د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: د اوکراین د ملاتړ دپاره د امریکا مالي تشه نشو ډکولی


د اروپایي ټولنې مشرانو له اوکراین سره پر مرستو ټینګار کړی.
د اروپایي ټولنې مشرانو له اوکراین سره پر مرستو ټینګار کړی.

د اروپايي ټولنې مشرانو د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳مه) د "اروپايي سیاسي ټولنې" د غونډې په ترڅ کې له اوکراین سره پر خپلو مرستو ټینګار وکړ، خو‌ په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړ چې د امریکا له خوا رامنځته شوې مالي تشه، په بشپړه توګه نه شي ډکولی.

د اوکراین څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ په اړه اندیښنې وروسته له هغه راپورته شوې چې د امریکا کانګرس د شنبې په ورځ (سپټمبر ۳۰مه) د حکومتي ادارو د فعاله ساتلو لپاره موقته بودیجه تصویب کړه، خو د اوکراین لپاره وړاندیز شوې پیسې په دغه بودیجه کې شاملې نه وې.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، ‌چې د وضعیت په اړه اندیښمن دی، خو هوډ لري چې له اوکراین سره مرستو ته دوام ورکړي او اجازه به ورنکړي چې د کیف ملاتړ له خنډ سره مخامخ شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزوف بوریل په هسپانیا کې د "اروپايي سیاسي ټولنې" د غونډې په پیل کې وویل: "ایا اروپا کولی شي د متحده ایالاتو لخوا رامنځته شوې تشه ډکه کړي؟ بیله شکه، چې اروپا نشي کولی د متحده ایالاتو ځای ونیسي او دا تشه ډکه کړي."

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي، چې دغه غونډې کې د ګډون په موخه هسپانیا ته تللی، په واشنګټن کې د "سیاسي طوفان" په اړه په یوه وینا کې اندیښنه څرګنده کړه، خو ویې ویل، چې هغه ډاډمن دی چې د مرستې د دوام لپاره د متحده ایالاتو دوه ګوندیزه ملاتړ لري.

هغه وويل:"امريکا له موږ سره مرسته وکړه، له اروپا سره يې د ژوندي پاتې کېدو په برخه کې مرسته وکړه. او اوس د اروپا لپاره مهمه ده چې د طوفان څخه کښتۍ پټې نه کړي."

زیلینسکي زیاته کړه: "که څه هم موږ د اروپا په مسلو کې خپل نظر او کله ناکله اختلاف لرو، خو موږ ټوله یو اروپا یوو."

د زیلینسکي په وینا، د روسیې ګواښونه او زورزیاتی یوازې په اوکراین کې نه ختمیږي، بلکې په نږدې راتلونکي کې به د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو په ځانګړې توګه د بالتیک د سیمې هېوادونو غاړه ونیسي.

نوموړی وویل، چې د اوکراین له برکته، اروپايي سرتېري د پوتين له سرتېرو سره د جګړې په ډګر کې مخامخ نه دي او د پوتين د تېريو د مخنيوي يوازینۍ لار په اوکراين کې د هغه ماتې ده.

د روسيې له پوځي يرغل وروسته لوېديځو هېوادونو په تېره بيا امريکا له اوکراين سره د ميلياردونو ډالرو په ارزښت پوځي او ملکي مرستې وکړې، څو دغه هېواد د روسيې د پوځي يرغل پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

تر اوسه د امریکا متحدو ایالتونو له اوکراین سره د ۴۳ میلیارده ډالرو پوځي مرستې ژمنه کړې، په داسې حال کې چې د امریکا کانګرس له دغه هېواد سره د بشري مرستو په ګډون ۱۱۳ میلیارده ډالره مرسته تصویب کړې ده.

خو د امریکا کانګرس تر اوسه د ۲۴ میلیارد ډالرو نوې بسته چې د سپینې ماڼۍ له خوا کانګرس ته وړاندې شوې وه، نه ده تصویب کړې او همدراز د ۴۵ ورځو په موقتي بودیجه کې له اوکراین سره مرستې شاملې نه دي.

بوریل وویل: "یقینا د داسې یوې پایلې تمه نه کېدله او یقینا دا ښه خبر نه دی". هغه زیاته کړه، چې اروپایي ټولنه هیله لري چې دا "د متحده ایالاتو غوڅ دریځ نه وي".

هغه زیاته کړه: "اوکراین د اروپایی ټولنې او د امریکا ملاتړ ته اړتیا لری."

اوکراین سره د اروپا د مرستو دوام د هسپانیې په ګراناډا کې د اروپا د سیاسي ټولنې په غونډه کې د بحث موضوع وه، چېري چې د روسیې پرته د لویدیځې اروپا د نږدې ټولو هیوادونو مشران سره راغونډ شوي وو.

د مالدووا ولسمشرې مایا سنډو وویل: " باور لرم چې ټول مشران د اوکراین د بشپړ ملاتړ نه کولو په ګواښونو پوهیږي."

خو د لوګزامبورګ صدراعظم، خاویر بتیل، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزوف بوریل په څیرټینګار وکړ،‌ چې موږ نشو کولای" اوکراین ته د متحده ایالاتو د مرستو کسر پوره کړو".

هغه زیاته کړه: "دا ممکنه نه ده، خو موږ باید د امکان تر بریده د اوکراین څخه ملاتړ ته دوام ورکړو."

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اورسولا فون درلاین، له اوکراین سره د امریکا د مالي مرستو ځنډول یوازې د وخت خبره وبلله او ټینګار یې وکړ، چې له اوکراین سره د اروپايي اتحادیې د ژمنه شويو مرستو د نیمايي برخې (پنځوس میلیارده یورو) د برابرولو لپاره کار دوام لري.

د امریکا په کانګرس کې د اوکراین سره د مرستو د تصویب پر سر د ناندریو برسیره، د سلواکیا د نوي ټاکل شوي ولسمشر څرګندونو چې د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان (ناټو) غړی هم دی،‌له اوکراین سره د لویدیځ د ملاتړ د دوام په اړه اندیښنې راپارولي دي. د سلواکیا ولسمشر د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي وو، چې اوکراین ته به یوه مرمۍ هم ورنه کړي.

په همدې حال کې اوکرایني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د خارکیف په ختیځ کې د خوراکي توکو پر یوه پلورنځي د روسیې برید لږترلږه ۴۹ کسان وژلي دي.

په ورته وخت کې ولسمشر زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "د روسیې وحشیانه راکټي برید چې یو عادي خوراکي پلورنځي یې په نښه کړې و،‌ په بشپړ ډول قصدي ترهګریز برید دی. "

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG