د اروپايي ټولنې چارواکي وايي چمتو دي چې په اروپا کې د اوکراین په اړه د سولې د څو اړخیزو خبرو اترو کوربه توب وکړي.
اروپايي ټولنه وايي چې په دغو خبرو کې به د روسیې پلاوی هم ګډون کولای شي؛ خو تر اوسه د دغو خبرو اترو د ترسره کېدو د ځای په اړه هېڅ ډول بحث نه دی پیل شوی.
د اروپايي کمېسیون ویانده پاولا پینهو وايي: لکه څنګه چې مو مخکې ویلي، موږ چمتو یو چې څو اړخیزې خبرې اترې پیل کړو. تر اوسه د خبرو اترو د ترسره کېدو لپاره د کوم ځانګړي ځای په اړه بحث نه دی شوی، نو لا تر اوسه دې پړاو ته نه یو رسېدلي.موږ په بشپړ ډول چمتو یو چې د څو اړخیزو خبرو اترو په بهیر کې ګډون وکړو.
اوکراین سره د اروپايي ټولنې مالي مرستې
بلخوا په تازه مرستو کې اروپايي ټولنې د دفاعي لګښتونو لپاره اوکراین ته ۱.۷ میلیارده یورو ورکړې دي.
پر اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې ملګرو ملتونو او د دې سازمان غړو هېوادونو تر تراوسه له اوکراین سره په ټولیز ډول نږدې ۲۳۸ میلیارده یورو مرسته کړې ده.
د اروپايي ټولنې یو ویاند بلاژ اوجواري وايي: اروپايي کمېسیون د اوکراین لپاره د ۹۰ میلیارده یورو د مرستندویه پور د پروګرام په چوکاټ کې اوکراین ته ۱.۷۱ میلیارده یورو ورکړې دي. دا پیسې به د بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو)، مهماتو او د هوايي دفاعي سیسټمونو د پېرلو لپاره ولګول شي.
اروپايي ټولنې په داسې وخت کې اوکراین سره مالي مرسته کړې چې په دې وروستیو کې واشنګټن د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته روسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.
د امریکا استازو سټیف ویټکاف او جرید کوشنر په ابوظبۍ، روسیې او ډبلین کې له روسي او اوکرایني چارواکو سره لېدلي او د سولې په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
په ورته وخت کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس ویلي، د جدي سولې خبرو اترو له پیل مخکې د روسیې له لوري د امتیازاتو ورکولو او په اوکراین کې د اوربند ټینګښت ته اړتیا ده.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کایا کالاس وايي: هغه څه چې موږ یې باید ووینو، اوربند دی. اوربند باید وشي، څو د نورو موضوعاتو په اړه د خبرو اترو بهیر په رښتینې توګه پیل شي. خو اوس مهال موږ داسې څه نه وینو.
بلخوا د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې چې هیواد یې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو دوره يي مشري په غاړه لري ویلي چې اروپايي ټولنه په پام کې لري چې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیره هیلن مک اینټي وايي: له دې ټولو مثبتو پرمختګونو سره سره، روسیې په څرګنده توګه خپل دریځ نه دی بدل کړی. دغه هېواد خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او ملکي وګړي او ملکي زیربناوې په نښه کوي.
بلخوا کرملین وايي، د روسیې پر وړاندې د نورو بندیزونو لګولو په اړه د بروکسل ژمنې د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.
د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف وايي: دا ډول څرګندونې په حقیقت کې د دې ښکارندویي کوي چې دوی د سولې د بهیر د اسانتیا او پرمخ وړلو لپاره چندان لېوالتیا نه لري.
تازه اوکراین په روسیې برید کړی او د کریمیا ستراتیژیک پل او د دغه هیواد یو شمېر پوځي او د انرژۍ زیربناوې یې په نښه کړې دي. د روسیې دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د اوکراین ۱۳۳۶ بېپیلوټه الوتکې (ډرون) یې کشف او له منځه وړې دي. د اوکراین هوايي ځواک بیا اعلان کړي چې روسیې تېره شپه پر دغه هیواد د ۱۵۸ بې پیلوټه الوتکو (ډورن) بریدونه کړي، چې په هغو کې ۷۷ داسې ډرونونه هم شامل وو چې په جېټ انجنونو سمبال وو.
فورم \ دبحث خونه