د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: پلان شوي جرایم د ترهګرۍ په شان 'ستر تهدید' ګڼل کیږي


یوه بیړۍ چې ویل کیږي نشه یي توکې پکې دي
یوه بیړۍ چې ویل کیږي نشه یي توکې پکې دي

د اروپايي ټولنې یوې جګپوړې چارواکې د سه شنبې په ورځ فبروري ۷ (سلواغې ۱۸) وویل، پلان شوي جرایم د ترهګرۍ په شان د اروپايي ټولنې هیوادونو ته ستر ګواښ متوجه کوي.

د اروپایي ټولنې د کورني‌ امنیت مسولې یلوا جوهانسن دا خبرداری د بلجیم د انټورپ ښار د ساحل څخه د لیدنې پرمهال چې اروپا ته د کوکائینو د راوړلو ستره پوله ګڼل کیږي، ورکړ.

میرمن جوهانسن په یوې خبري غونډه کې وویل کوم تهدید چې نن ورځ له پلان شویو جرایمو څخه ټولنې ته متوجه دی د ترهګرۍ د تهدید په شان لوی دی.

هغې زیاته کړه:"موږ باید له ورته انرژۍ، تعهد او ژمنتیا سره مبارزه ورسره وکړو."

دغې سویډنۍ دیپلوماتې زیاته کړه تیر کال په سویډن کې د بمونو د ۹۰ او د ډزو ۳۸۸ پیښو له امله ۶۱ کسان ووژل شول او تر ډیره د نشه یي توکو قاچاق وړونکي پکې ښکیل وو.

سکندانوي هیوادونه چې اوسمهال د اروپایي ټولنې دوره یي مشري پرغاړه لري د سازمان یافته یا پلان شویو جرایمو په وړاندې مبارزه د خپلې شپږ میاشتنې مشري پرمهال په لومړیتوبونو کې راوستې ده.

دغه اروپايي مشره په داسې حال کې یاد خبرداری ورکوي چې په بلجیم کې چارواکو تیر کال د ریکارد په کچه د انټورپ په ساحل کې کابو ۱۱۰ ټنه کوکائین ونیول.

په جنوري میاشت کې یوه ۱۱ کلنه نجلۍ هغه مهال په یاد ښار کې ووژل شوه چې یو وسله وال کس د استوګنې په یوې سیمه کې پر هغې ډزې وکړې.

ټاکل شوېده میرمن جوهانسن په اپریل میاشت کې داسې طرحې اعلان کړي چې په ټوله اروپا کې له رسمي فساد سره په مبارزه کې مرسته وکړي کوم چې ډیری وختونه د قاچاق له تسهیل سره مرسته کوي.

ټاکل شوېده دغه جګپوړې اورپايي چارواکې د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې د بلجیم د کورنیو چارو له وزیرې سره یوځای اکوادور او کولمبیا ته سفر وکړي څو د کوکائینو له دغو تولیدونکو هیوادونو سره اړیکې پراخې کړي.

هغې وویل:" دا روښانه ده چې د پلان شویو جرایمو ډلې له سرحدونو تیریږي، هغوی نړیوالې دي او له همدې امله موږ نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لرو. له یوې شبکې سره د مبارزې لپاره تاسې شبکې ته ضرورت لرئ."

د بلجیم د کورنیو چارو وزیرې انیلییس ورلیندن چې په همدې غونډه کې خبري کولې وویل، هیواد یې د لاتینې امریکا له هیوادونو سره همکاري ډیره کړې ده.

خو هغې له متحدو عربي اماراتو څخه چیرې چې په وینا یې د "نشه یي توکو کاروباریان پټ شوي" د استرداد په نه ترسره کیدلو نیوکه وکړه.

ددې خبر په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG