د لاس رسي وړ اتصالات

دوستم د غني د سولې په وړاندیز نیوکه لري


 ښاغلي دوستم د ١٣٩٦ لمریز کال راهیسې د ترکیې په انقره کې ژوند کوي
ښاغلي دوستم د ١٣٩٦ لمریز کال راهیسې د ترکیې په انقره کې ژوند کوي

د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویلي دي د طالبانو سره د پخلاینې خبرې باید د قوي موقف له مخې وشي نه د کمزورتیا له وجې.

ښاغلي دوستم دا څرګندونې د جمهور رئیس غني د وروستیو هڅو په غبرگون کې کړې دي چې غواړي طالبان د سولې مذاکراتو ته راجلب کړي.جنرال دوستم ویلي "که په نرمه لهجه طالبان سولې ته راوبولو مونږ ناکام شوي یو. دا کار په راتلونکې کې نتیجه نه ورکوي.

د افغانستان جمهور رئیس دوه میاشتې دمخه طالبانو ته پرته له کوم شرطه د سولې د مذاکراتو وړاندیز وکړ.

امریکا او نړیوالې ټولنې د جمهور رئیس غني د سولې له وړاندیز نه ملاتړ کړی دی، خو داسې بریښي چې ښاغلی دوستم ددې کار سره موافق ندی.

خو ددې سره سره ښاغلي دوستم چې د ١٣٩٦ لمریز کال راهیسې د ترکیې په انقره کې ژوند کوي د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ هرکلی کړی دی.

بلخوا د ښاغلي دوستم په وینا په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو پراخ شتون او د هوایي هوایي بریدونه به "اهدافو ته د رسیدو لپاره مرسته ونه کړي، مگر دا چې متحده ایالات د هغو محلي خلکو سره چې د ترهگرۍ پر ضد جگړې ته لیواله دي، په اړیکه کې اوسي".

نوموړی وایي "ما د امریکایي ځواکونو او د هغوی د هوایي بریدونو په مرسته طالبانو او القاعده ته په څه کم دوو میاشتو کې ماتې ورکړه. زه اوس هم هماغه دوستم یم او د هر ډول چلنج په وړاندې په لږ لگښت او د امریکایي پوځیانو په لږه وینه تویدنه، تل ستاسې شریک او متحد یم".

ښاغلي دوستم له فاکس نیوز سره په مرکه کې هیله څرگنده کړې چې وکړای شي ژر افغانستان ته ستون شي، هغه ځای چې د هغه په وینا "ډیر ارام" دی.

XS
SM
MD
LG