د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د افغان خبریالانو ناوړه وضعیت او د هغوی رواني مشکلات


اسلام آباد ته یو ډله مهاجر شوي افغان خبریالان
اسلام آباد ته یو ډله مهاجر شوي افغان خبریالان

سودابه ناصري چې په رسنیو کې د کار ۱۰ کلنه تجربه لري په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته مجبوره شوې چې خپل هیواد پریږدي.

هغه یوه له هغو لس ګونو خبریالانو څخه ده چې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د خپلو بې برخلیکه شپو او ورځو د پای ته رسیدو هیله کوي.

دغه افغانه خبریاله د افغانستان له سقوط مخکې، د ولسي جرګې په ټلویزیون کې د سیاسي خپرونې چلوونکې وه. سره له دې چې میرمن ناصري د سقوط ګنګوسې اوریدلې خو فکر یې نه کاوه چې کابل به سقوط کیږي.

هغه وایي د کابل د سقوط په ورځ د یو کار د ترسره کیدو لپاره د صنعت او تجارت وزارت ته تللې وه او ملګرو یې ورته وویل چې طالبان دارالامان ته رسیدلي دي.

هغه وایي:"ددې خبر له اوریدو وروسته مې احساس وکړ چې مرګ مې رارسیدلی دی. د کابل سقوط زما د هیلو او ارمانونو سقوط وو، مجبوره وم چې د ځان د ساتلو لپاره د مهاجرت لار په مخ کې ونیسم."

اوس په اسلام آباد کې د میرمن ناصري د ژوند ۱۱ میاشتې تیریږي. دا خبریاله ادعا کوي چې د نړۍ هیوادونو او د خبریالانو د حقونو مدافع بنسټونو هغوی هیر کړي دي او تر اوسه یې غوښتنې چا ندي منلي.

هغې کله چې په خپل ژوند کې د رواني مشکلاتو خبره کوله وویل:" ما ونشوای کړای په خپل واده کې ګډون وکړم."

اوس مهال پاکستان ته پر ګڼ شمیر عامو افغانانو سربیره یوه ډله افغان خبریالان هم اسلام اباد ته تللي دي چې سخت ژوند او ناڅرګند راتلونکی لري.

دغه خبریالان د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په نه پاملرنې شکایت کوي او وایي یوازې دغو بنسټونو نه بلکې نورو هم هیر کړي دي. هغوی په پاکستان کې له لوړې کرایې، د کمزوري اقتصاد او د تودې هوا څخه شکایت کوي.

عبدالله همیم د طلوع نیوز پخوانی خبریال دی. د هغه په وینا، اته نیم کاله یې د افغانستان په جنوب لودیځ کې په سختو جنګي شرایطو کې کار وکړ خو اوس په اسلام آباد کې په یوې وړې کوټې کې له شپږو نورو خبریالانو سره سخت ژوند لري.

دغه خبریال ادعا کوي چې د راپور جوړولو پرمهال څو ځله ټپي شوی هم دی او واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته یې د خپل ژوند هر څه له لاسه ورکړي دي.

ښاغلي همیم امریکا غږ ته وویل چې د هغه او نورو هغو خبریالانو په حق کې چې په تعهد سره یې کار کړی، جفا شوې ده.

عبدالله ولي زاده بل خبریال دی چې د افغانستا‌ن په مختلفو رسنیو کې د کار سابقه لري، نوموړی د وروستیو تحولاتو له امله اړ شوی چې خپل هیواد پریږدي.

دغه خبریال ادعا کوي چې کابو درې میاشتې مخکې د طالبانو له خوا ونیول شو او وهل شوی ټکول شوی هم دی.

ولي زاده امریکا غږ ته وویل هغو ژمنو ته په کتو چې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو ورکړې وې، پاکستان ته ولاړ او اوس په سختیو سره په دې هیواد کې ژوند کوي.

طاهر سدید بل خبریال دی. نوموړی وایي د افغانستان له ګڼ شمیر رسنیو سره د کار ۱۸ کلنه تجربه لري. سدید هم د نورو خبریالانو په شان په بې برخلیک حالت کې ژوند کوي.

دغو خبریالانو څه وخت مخکې په اسلام آباد کې د یوې اعتراضي غونډې په جوړولو سره د کاناډا له حکومت څخه وغوښتل چې هغوی ته پاملرنه وکړي.

یاد خبریالان ادعا کوي چې ګڼ شمیر کسان د افغان خبریالانو په نامه امریکا، کاناډا او اروپايي هیوادونو ته تللي دي.

د بیان ازادۍ د کور په نامه بنسټ د روان میلادي کال د اپریل میاشتې په ۲۰ نیټه د یو راپور په خپرولو سره وویل چې د طالبانو د حکومت په لومړیو اتو میاشتو کې کابو ۸۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي او وهل ټکول شوي دي.

د طالبانو حکومت له ټولو رسنیو او خبریالانو غوښتي دي چې د قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي، هغه قانون چې د خبریالانوو د ملاتړو په وینا نسخه یې رسنیو ته نده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG