د لاس رسي وړ اتصالات

ولې افغانستان او پاکستان جګړه کوي؟

د پنجشنبې د شپې راهېسې (فبروري ۲۶) د افغانستان او پاکستان ترمنځ مخامخ جګړه پیل شوې ده. په دې راپور کې د دغې جګړې په اړه لنډ تفصیل بیان شوی.

اوس هلته څه روان دي؟

له څو میاشتو راهیسې د پاکستان او افغانستان په «سرحدي سیمو» کې له تاوتریخوالي وروسته، پاکستان د روانې اوونۍ په پیل کې وویل چې د افغانستان دننه یې د وسله‌والو په هدفونو یې هوايي بریدونه کړي دي.

د افغان طالبانو ځواکونو د پنجشنبې په شپه د پاکستان پر پوځي مرکزونو بریدونه وکړل او وروسته پاکستان د جمعې په ورځ په کابل، پکتیا او کندهار نوې حملې وکړې.

د امریکا غبرګون

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې هغوی په دغې جګړې خبر دي او «وضعیت له نږدې څاري.» امریکا مخکې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زغم او خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

مشران څه وایي؟

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو ځل بیا «د ترهګرۍ او د پاکستان پر ضد د غلیمانه کړنو پر وړاندې د صفر زغم» دریځ تکرار کړ او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وویل چې دواړه هېوادونه په «ښکاره جګړه» کې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له قوله ویلي چې د طالبانو ځواکونو د «هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې» لپاره اقدام کړی دی. متقي زیاته کړه چې افغانستان غواړي ستونزې د «متقابل درک او درناوي» له لارې حل کړي.

د اکتوبر نښتې

د اکتوبر په میاشت کې د پولې دواړو غاړو ته د نښتو په نتیجه کې له ۷۰ څخه ډېر کسان ووژل او ترڅنګ یې دا جګړې د دروازو د اوږدمهاله تړل کېدو لامل شوې.

د سولې خبرې

قطر، ترکیه او سعودي عربستان ټولو د منځګړیتوب هڅې کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي.

بنسټیز کړکېچونه

پاکستان افغانستان تورنوي چې له خپلې خاورې څخه د فعالو وسله‌والو ډلو د کنټرول لپاره کافي او اغیزناک ګامونه نه اوچتوي. له دغو ډلو څخه تر ټولو مهمه د تحریک طالبان پاکستان ډله ده، چې په پاکستان کې یې خونړي بریدونه کړي دي. د طالبانو حکومت ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو تورونه ردوي.

سیمه‌ییز وضعیت

پاکستان په تاریخي توګه په ۱۹۹۶ کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو کې مرسته وکړه.

د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱مه په متحدو ایالتونو کې له ترهګریزو بریدونو څخه وروسته، چې په افغانستان کې د القاعده ترهګرې ډلې مېشتو غړو وکړل، پاکستان له متحدو ایالتونو سره ودرېده او د طالبانو حکومت نسکور شو.

خو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته بیا طالبان واک ته ورسېدل او د پاکستان د سیمه ایز رقیب هند سره یې روابط ګرم دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG