د لاس رسي وړ اتصالات

پر طالبانو د امریکا بندیزونه څنګه پیل شول او څه محدودیتونه لري 


پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته د امریکا پراخ بندیزونه ددې سبب شول چې دا ډله د مخکني حکومت شتمنیو ته لاسرسی ونه مومي او د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې د افغانستان څه دپاسه اوه میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه.

دا پیسې پداسې حال کنګل شوې چې په افغانستان کې په میلیونونو خلک د لوږې سره مخامخ دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

پر طالبانو او د حقاني په شبکې باندې د امریکا د بندیزونو له کبله یو شمیر هیوادونو او بانکونو هم د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي.

بندیزونه

پر طالبانو باندې د متحده ایالاتو بندیزونه ۱۹۹۰ لسیزې ته رسیږي، کله چې دې ډلې لومړي ځل لپاره په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

پر امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ بریدونو وروسته د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش، په یو اجرایي فرمان کې طالبان او د حقاني شبکه د نړیوالو ترهګرو ډلو په توګه وپیژندلې.

دغه کار امریکایي مقاماتو ته صلاحیت ورکړ چې ددغو دوو سخت دریځو ډلو شتمنۍ بندې کړي او د هغوی سره راکړه ورکړه جرک وګڼي.


اوس چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت واکمن دی، څرګنده نده چې آیا د ۲۰ کالو وړاندې بندیزونه ددې ډلې پر اوسني رژیم یا یواځې ددې ډلې پر هغو مخکنیو مقاماتو پلي کیږي چې د امریکا د بندیزونو په لست کې شامل دي.

څه شيان مجاز دي؟

د امریکا د مالیې وزارت افغانستان ته د بشري مرستو د نه رسیدلو د اندیښنو په دلیل غیر دولتي سازمانونو او نورو سازمانونو ته چې په افغانستان کې کار کوي یوه استثنا تصویب کړې ده.

دغه وزارت د تیر کال د سپتمبر د میاشتې راهیسې شپږ جوازونه منظور کړي چې له مخې یې هغو فعالیتونو ته اجازه ورکول کیږي چې د امریکا په بندیزونو کې شامل ندي او نړیوالو سازمانونو ته

اجازه ورکړل شوه چې افغانستان ته غذایي مواد او زراعتي محصولات انتقال کړي، د عامه روغتونونو ملاتړ وکړي او د ښوونکو او روغتیایي سکتور د کارکوونکو معاشونه ورکړي.

د مثال په توګه یو امریکایي شرکت کولای شي افغانستان ته غذایي مواد انتقال کړي او په امریکا کې میشت یو بانک کولای شي ددې انتقال مالي بهیر ترسره کړي.

دغه وزارت د ډسمبر په ۱۹ غیر دولتي سازمانونو ته اجازه ورکړه چې د بشري حقونو د فعالیتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د حکومت د شفافیت ملاتړ هم وکړي.


سره له دې چې د طالبلنو د ډلې او د حقاني شبکې ځنې مقامات د امریکا د بندیزونو په لست کې شامل دي غیر دولتي سازمانونه او نور بنسټونه کولای شي له هغوی سره کار وکړي.

د مثال په توګه غیر دولتي سازمانونه کولای شي د مرستو په ویشلو او دخپلو پروژو په اړه معلومات طالبلنو ته معلومات ورکړي او حتی له هغوی سره په یو دفتر کې کار وکړي.

همداشان، غیر دولتي سازمانونه کولای شي طالبانو ته مالیه ورکړي او لګښتونه یې ورکړي.

څه شیان مجاز ندي؟

د امریکا د مالیې وزارت د طالبانو او حقاني شبکې هغو مقاماتو ته چې د امریکا د بندیزونو سره مخامخ دي د پیسو د انتقال اجازه نه ورکوي.

هغه څه چې څرګند ندي دادي چې کوم ډول مدني فعالیتونه په افغانستان کې ددې بندیزونو په اساس مجاز ندي.

پدې وروستیو کې یو افغان خبریال خشنود نبي‌زاده، د خپلې خبري ویبپاڼې د پرمخ بیولو لپاره (خامه پرس) هڅه کوله د GoFundMe شرکت له لارې پیسې ټولې کړي، خو د رپوټونو له مخې دغه بهیر وځنډیده.

دغه شرکت پدې اړه د امریکاغږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د امریکا د مالیې وزارت هم ددغو بندیزونو د دایرې په اړه د امریکاغږ زیاتو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

XS
SM
MD
LG