د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو له افغان بېځایه شویو کورنیو سره د مرستو په دوام ټېنګار وکړ


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) وايي په افغانستان کې د جګړو له امله بېځایه شوو کورنیو سره مرستو ته ژمن دي.

دغه کمېشنرۍ نن یکشنبه سپتمبر ۱۹ (وږې ۲۸) ویلي چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د جګړو له امله بېځایه شویو کورنیو ته یې د مرستو رسول پيل کړي دي.

ملګرو ملتونو نه دي ویلي چې په دغه ولایت کې په څومره بېځایه شویو کورنیو باندې یې مرستې ویشلي دي، خو ټینګار یې کړی چې په مرسته شویو توکو کې د کورنیو د اړتیا وړ لومړني توکي نالۍ، کمپلې، پلاستیکي فرشونه، د اوبو لوښي، د پخلنځي وسایل او نور اړین توکي شامل دي.

د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې دوی اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په هڅه کې دي.

تر دې مخکې هم یاد سازمان ویلي وو چې د دوی د معلوماتو په اساس د افغانستان په ختیځ کې ۵۱۵۳۴ کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) ویلي چې په پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د وروستیو نښتو له امله زرګونه کسان بېځایه شوي دي.

یاد دفتر ویلي چې له دغو کورنیو څخه ګڼ شمېر کابل، پروان او کاپیسا ولایتونو ته هم بېځایه شوي دي چې په خبره یې کره شمېر یې معلوم نه دی.

اوچا همدارنګه ویلي چې په وروستیو ورځو کې په کابل، پکتیا او غزني ولایتونو کې د د جګړو له امله بېځایه شویو شاوخوا ۹۰۰۰ کورنیو سره مرستې کړي دي.

د یاد بنسټ د معلوماتو په اساس د افغانستان په جنوب کې د جګړو له امله بېځایه شوې کورنۍ هم خپلو اصلي سیمو ته د ستنېدو په مهال خوراکي موادو او سرپناه ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تر دې مخکې هم ویلي وو چې په افغانستان کې به له اړمنو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په همدې مهال پاکستاني چارواکي وايي پاکستان له تورخم لارې څخه له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ پيل کړه.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن یکشنبه سپټمبر ۱۹ (وږې ۲۸) ویلي چې په بېلابېلو خوراکي توکو بار ۱۳ لارۍ موټر له تورخم څخه جلال اباد ته رسېدلي چې وروسته به د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته ورسول شي.

له افغانانو سره یادې بشري مرستې پر داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د کار نشتوالي له امله خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG