د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې فیسبوک د افراطي سازمانونو په نوملړ کې شامل کړ


روسیې د جمعې په ورځ د مارچ په یوولسمې د ( کب ۲۰)‌ د میتا د شرکت پرضد چې فیسبوک یې یوه برخه ده، جنايي قضیه پرانیستله او دغه شبکه یې یوه " افراطي شبکه" وبلله.

د میتا شرکت چې د فیسبوک او انستاګرام مالک دی، ویلي هغه مقررات چې له تاوتریخوالي ډک محتویات منع کوي، په ځینو هیوادونو کې د لنډ وخت لپاره لرې کوي چې کارونکي وکولی شي د اوکراین په جنګ پورې اړوند د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د روسي ځواکونو پرضد نظر ورکړل شي.

د روسیې د تحقیقاتو کمیټې په یوې بیانیې کې وویل:" د امریکایي شرکت میتا د کارکونکو له خوا چې د فیسبوک او انستاګرام د ټولنیزو شبکو مالک هم دی، د روسیې د فدراتیف د اتباعو د وژلو او د هغوی پرضد د تاوتریخوالي د کارولو د غوښتنې په اړه یې یوه جنايي قضیه پرانیستې ده."

تر اوسه معلومه نده چې دغه جنايي قضیه به څه ډول پایلې ولري. د میتا شرکت هم تر دې دمه په دې هکله څه ندي ویلی.

په اوکراین باندې د روسیې د برید له پیل څخه دوه اونۍ وروسته د میتاشرکت ویاند د پنجشنبې په ورځ د مارچ په لسمې وویل چې دغه شرکت د لنډ وخت لپاره د سیاسي بیانونو په هکله په خپلې پالیسۍ کې بدلون راوستی او د" مرګ پرروسي یرغلګرو" په شان لیکنو ته اجازه ورکوي، خو د ملکي روسانو پرضد د تاوتریخوالي کارولو ته به اجازه ورنکړي.

په ورته وخت کې، د روسیې د حکومت د رسنیو د څار ادارې د جمعې په ورځ د میتا د شرکت پرضد د دعوی له کولو وروسته، انستاګرام ته لاسرسی محدود کړ.

دغې ادارې په یوې بیانیې کې وویل: "د انستاګرام ټولنیزه شبکه د روسیې د اتباعو په خاصه توګه د روسي پوځیانو پرضد د تاوتریخوالي د کارولو ډک محتویات خپروي."

له بلې خوا، ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ د مارچ په یوولسمې، په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د فیسبوک د دې پریکړې په اړه چې د لنډ وخت لپاره به له تاوتریخوالي ډکو محتویاتو په اړه خپله پالیسي اسانه کړي، خبرداری ورکړ او ویلي دي چې دغه اقدام کیدی شي د روسانو پرضد له کرکې ډک محتویات زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې الیزابت تروسل په ژینو کې خبریالانو ته وویل:" دغه موضوع په اصل کې یوه ډیرې پیچلې موضوع ده، خو د بشري حقونو اونړیوالو بشري قوانینو له مخې یو شمېر اندېښنې راپورته کوي."

آغلې تروسل خبرداری ورکړ چې دغه نوی سیاست واضح ندی او په یقین سره چې دروسانو پرضد له کرکې ډکو محتویاتو سره په ټولیز ډول مرسته کولی شي.

هغې وویل:" دابه واقعاً ډیره د اندېښنې وړ وي." او زیاته یې کړه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په پام کې لري چې خپلې اندېښنې د میتا له شرکت سره مطرح کړي.

روسیې په دې وروستیو کې د یو شمیر روسي راډیويي او تلویزیوني چینلونو اوبهرنیو رسنیو خپرونې په دې دلیل چې ګواکې د اوکراین د جنګ په اړه ناسم معلومات خپروي، بندې کړې دي.

روسیه ادعا کوي چې غربي رسنۍ د روسیې ضد نظریې نړیوالو ته وړاندې کوي اود لویدیځو هیوادونو له خوا د عراق د جنګ په څېر ورانونکو جنګو او فساد په وړاندې خپل مسئولیت په سمه توګه نه اداکوي.

XS
SM
MD
LG