د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ ضد واکسین د رضاکارانو کوښښونه د قدر وړ دي– قومي مخور


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د فراه ډاکټران د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق د لومړۍ کرښې رضاکاران د هېواد د ماشومانو هغه ساتونکي بولي چې وسلې نه لري، خو تل هڅه کوي چې د دوه څاڅکو واکسین په مټ ملیونونه ماشومان له دایمي معلولیت او مرګ وژغوري.

یاد ډاکتران زیاتوي، چې د واکسین رضاکاران د کال په بیلابیلو موسمونو کې هر ډول ستړیا زغمي، څو افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د پولیو له ناروغۍ څخه پاک شي.

د انتاني او ویروسي ناروغیو متخصص، ‌ډاکټر صالح محمد منصفي امریکا غږ ته داسې وویل: "مونږ ټول باید په دې خبره سر خلاص کړو، د پولیو رضاکاران لکه عسکر او پولیسو په څیر ویروس پسې ګرځي، تاسو وینۍ چې دوی څومره اوږده سفرونه کوي، څومره وخت پیاده کلي او کور په کور ګرځې ترڅو زمونږ او ستاسو ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي. دا خوارۍ او زحمت ځکه باسي، چې ستاسو بچیان خوندي او افغانستان له پولیو څخه پاک شي."

نوموړی زیاتوي چې د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق د ماشومانو د ژغورنې یوه اوږدمهاله پروسه ده او د کورنیو همکاري یې مهمه برخه ده.

ډاکټر منصفي وویل: "تر ټولو مهمه موضوع چې د واکسین په بهیر کې ډيره اغیزه لري د سیمې یا محل د کورنیو او خلکو همکاري ده. د ماشومان د واکسین د تطبیق لپاره د کورنیو همکاري ډیره اساسي او اړینه ده او که چیرې د کورنیو او خلکو همکاري نه وي، نو پر وخت د ماشومانو واکسین کول ناشوني دي."

له بلې خوا قومي مخور وایي، دوی نه یوازې له رضاکارانو سره د واکسین په برخه کې مرسته کوي، بلکې د سیمې خلک او کورنۍ هڅوې ترڅو دوی ته لازم درناوې وکړي.

دوی وايي چې د رضا کارانو کوښښونه د قدر وړ دي او باید درناوی یې وشي.

د سیمې یو تن قومي مخور، الله نور عظیمي وايي، د واکسین رضاکاران ځکه د درناوي وړ دي چې زمونږ د بچیانو لپاره زیار باسي.

هغه وویل: "کله چې د واکسین رضاکاران زمونږ سیمو ته راځي، مونږ په جوماتونو او مجلسونو کې خلکو ته دا خبره کوو چې اول خپل ماشومان په ښه ترتیب واکسین ته آماده کړي او د واکسین په ورکولو کې د رضاکارانو سره پوره مرسته وکړي او کوښښ وکړي چې د رضاکارانو عزت او قدر وکړي، ځکه چې دوی زمونږ میلمانه او خدمتګاران دي."

ډاکتران په ټنیګار سره وایي چې د ماشومانو ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري، خو دوه څاڅکې واکسین د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یوزاینۍ درملنه ده، چی په دې برخه کې د کورنیو عامه پوهاوی او واکسین ته لاسرسی د پام وړ اغیز لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG