د لاس رسي وړ اتصالات

فنلنډ: لاهم هیله من یو چې د سویډن سره یوځای د ناټو غړیتوب ترلاسه کړو 


د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر نن دوشنبه جنورۍ ۳۰ (سلواغې ۱۰) وویل چې هېواد یې لا هم هیله لري چې له سویډن سره یوځای د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي. دا پداسې حال کې دي چې ترکیې له سویډن سره د کړکېچ له زیاتېدو وروسته ویلي، ښايي په ناټو کې د غړیتوب لپاره د فنلنډ د انفرادي غوښتنې ملاتړ وکړي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو په هلسینکي کې خبریالانو ته وویل چې په دې برخه کې د فنلنډ دریځ نه دی بدل شوی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل چې انقره کولای شي د شمالي اتلانتیک په تړون (ناټو) کې د ګډون لپاره د فنلنډ غوښتنه ومني. خو هغه مخکې ویلي وو چې پدې تړون کې د غړیتوب لپاره د سویډن د غوښتنې ملاتړ به ونه کړي.

د انقرې او ستاکهولم ترمنځ د اړیکو خړ پرړتیا وروسته له هغه زیاته شوه چې د سویډن ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د شنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۱ مه له پولیسو څخه د اجازې اخیستو وروسته د ترکیې د سفارت مخې ته د قران کریم یوې نسخې ته اور واچاوه.

اردوغان د دې پیښې په اړه په لومړي رسمي غبرګون کې وویل: "روښانه ده، هغوی چې زموږ د هیواد د سفارت مخې ته یې دا ډول شرمناک عمل ترسره کړی، د ناټو د غړیتوب لپاره د خپلې غوښتنې په اړه له موږ څخه د خیر تمه ونه لري."

په پیل کې ترکیې له سویډن څخه غوښتي وو چې په ناټو کې د دغه هېواد د غړیتوب څخه د ملاتړ په بدل کې لسګونه هغه کردان انقرې ته وسپاري چې په ترکیه کې دننه په ترهګریزو فعالیتونو او د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن دي.

اردوغان په خپلو نویو خبرو کې دا غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړه او ویې ویل: "که په کلکه غواړئ چې له ناټو سره یوځای شئ، دا ترهګر به موږ ته راواستوئ. دا ترهګر موږ ته راولیږئ ترڅو تاسو له ناټو سره یوځای شئ." خو سویډن د ترکیې دې غوښتنې ته تر اوسه مثبت ځواب نه دی ویلی.

خو د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د اردوغان له څرګندونو او له خپل ترکي سیال سره تر خبرو اترو وروسته یې د فنلنډ د انفرادي غوښتنې د ملاتړ لپاره د انقرې وړاندیز رد کړ.

هغه ویلي چې سویډن د فنلند د بهرنۍ او دفاعي سیاست تر ټولو نږدې متحد دی. هاویستو هیله څرګنده کړه چې د جولای په میاشت کې د ناټو په غونډه کې به په دې تړون کې د شاملیدو لپاره د دغو هیوادونو غوښتنه ومنل شي.

د ناټو د مقرراتو له مخې، هر هغه هېواد چې غواړي د دې تړون غړی شي، غوښتنه یې باید د ناټو د ټولو غړو له خوا تصویب شي.

پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته سویډن او فنلنډ د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG