د لاس رسي وړ اتصالات

سټولتنبرګ: فنلند د سه شنبې په ورځ د ناټو غړی کیږي 


د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) عمومي منشي ینس سټولتنبرګ د دوشنبې په ورځ اپریل دریمه (وري ۱۴) وویل چې فنلینډ به د سه شنبې په ورځ د دې پوځي تړون ۳۱م غړی شي.

د ناټو عمومي منشي د فنلنډ غړیتوب د دغه هېواد او ناټو په ګټه وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې سویډن هم وکړای شي چې ډېر ژر د دغه تړون غړی شي.

سټولتنبرګ د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې یوه ورځ مخکې خبریالانو ته وویل: "دا یوه تاریخي اونۍ ده. سبا به فنلنډ د دې تړون [ناټو] بشپړ غړی وي، موږ به د ناټو په مرکز کې د لومړي ځل لپاره د فنلنډ بیرغ پورته کړو.."

د ناټو عمومي منشي وویل چې ترکیه د ناټو وروستی غړی هیواد و چې په دې تړون کې یې د فنلنډ غړیتوب تایید کړ. د ترکیې پارلمان دوه ورځې وړاندې هغه طرحه تصویب کړه چې له مخې یې فنلنډ کولای شي د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو په یوه اعلامیه کې ویلي دي: "دا زموږ لپاره یوه تاریخي شیبه ده، د فنلنډ لپاره به تر ټولو مهم هدف دا وي چې د ناټو د غړیتوب په غونډه کې له اوکراین سره د ناټو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وشي، په داسې حال کې چې روسیه خپل غیر قانوني یرغل ته دوام ورکوي. موږ د یورو اتلانتیک په ټوله سیمه کې د ثبات او امنیت هڅولو ته ژمن یو."

په ناټو کې د فنلنډ د یو ځای کېدو په غبرګون کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر ګروشکو ویلي چې هېواد به یې د خپلې خاورې په لوېدیځ او شمال لوېدیځو سیمو کې خپل پوځي ظرفیتونه پیاوړي کړي. هغه وویل، "که د ناټو نور غړي فنلنډ ته عسکر او منابع واستوي، موږ به د روسیې د امنیت د تامین لپاره اضافي اقدامات وکړو."

دمخه تر دې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي وو چې د روسیې د پوځ ۱۲ واحدونه او کنډکونه به د دغه هیواد په لویدیځو سیمو کې جوړ شي.

په اوکراین باندې د روسیې له پوځي یرغل وروسته سویډن او فنلنډ د پوځي بې طرفۍ خپله اوږدمهاله تګلاره پرېښوده او د تېر کال په جولای میاشت کې یې له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه، خو د ناټو دواړو غړو ترکیې او هنګري له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ. د دې لپاره چې یو نوی غړی په ناټو کې شامل شي، د دې تړون ټول ۳۰ غړي هیوادونه باید موافقه وکړي.

ترکیې له سویډن څخه غوښتي دي چې په ناټو کې د دغه هیواد د غړیتوب د ملاتړ په بدل کې په ترکیه کې دننه د تروریستي فعالیتونو او د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې د لاس لرلو په تور تورن شوي په لسګونه کردان انقرې ته وسپاري.

د ترکیې او سویډن ترمنځ د دغو لانجو د هواري لپاره خبرې اترې لا هم روانې دي او دا لا څرګنده نه ده چې انقره به کله په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه موافقه وکړي.

XS
SM
MD
LG