د لاس رسي وړ اتصالات

کریسټرسن: ښایي فنلنډ له سویډن څخه مخکې د ناټو غړی شي 


د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن
د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴ (ګب ۲۴) وویل د دې احتمال زیات شوی چې فنلنډ به له سویډن دمخه د ناټو تړون غړی شي، پداسې حال کې چې ستاکهولم لا هم د انقرې له سخت مخالفت سره مخ دی.

کریسټرسن خبریالانو ته وویل چې په وروستیو اونیو کې دا په زیاتیدونکې توګه روښانه شوې چې ترکیه په ناټو کې د فنلنډ د شمولیت د غوښتنلیک تصویب کولو ته چمتو ده، خو د سویډن په اړه اندیښنې لري؛ پدې معنی چې کیدای شي د فنلنډ غوښتنه لومړی تصویب کړي.

د سویډن صدراعظم کریسټرسن په یو خبري کنفرانس کې وویل: "موږ هیڅ داسې تائید نلرو چې دا ډول به وشي، خو موږ فکر کوو چې په دې وروستیو کې د ډیرو خبرو اترو وروسته عمومي ارزونه دا ده چې دا احتمال ډیر شوی دی."

سویډن او فنلنډ دواړو هیوادونو ویلي دي چې هیله لري د جولاۍ په میاشت کې په ویلنیوس کې د ناټو په سرمشریزه کې ددې تړون غړیتوب ترلاسه کړي.

فنلنډ او سویډن په اوکراین باندې د مسکو له یرغل وروسته د تیرې مۍ په میاشت کې د لسیزو وروسته د خپل پوځي ناپیلتوب پالیسي ته شا کړه او په دې اتحاد کې یې د شاملیدو غوښتنه وکړه.

ترکیه او هنګري د ناټو یوازیني غړي دي چې لا هم یې د دوی غوښتنه نده تصویب کړې. د ناټو سازمان ټول اوسني ۳۰ غړي هیوادونه باید د نوي غړي منل تصویب کړي.

انقرې د جنورۍ په میاشت کې له هغو مظاهرو وروسته له سویډن سره خبرې اترې وځنډولې چې په ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قران کریم سوځول هم په کې شامل وو. خو دغه خبرې د مارچ په نهمه په بروکسل کې بیا پیل شوې.

ترکیې له سویډن څخه غوښتي وو چې په ناټو کې د دغه هېواد د غړیتوب څخه د ملاتړ په بدل کې لسګونه هغه کردان انقرې ته وسپاري چې په ترکیه کې دننه په ترهګریزو فعالیتونو او د ۲۰۱۶ کال په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورن دي.

اردوغان دا غوښتنه بیا بیا تکرار کړې او ویلي یې دي: "که په کلکه غواړئ چې له ناټو سره یوځای شئ، دا ترهګر به موږ ته راواستوئ. دا ترهګر موږ ته راولیږئ ترڅو تاسو له ناټو سره یوځای شئ."

خو سویډن د ترکیې دې غوښتنې ته تر اوسه مثبت ځواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG