د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس په افغانستان کې یو کس مړ کړی


په افغانستان کې تر دې دمه ۳۴ کسان په کروناویروس اخته دي
په افغانستان کې تر دې دمه ۳۴ کسان په کروناویروس اخته دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د بلخ په ولایت کې د کرونا په ویروس اخته یو کس مړ شوی دی.

ددې وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار د یکشنبې په ورځ د مارچ ۲۲ (وري۳) امریکا غږ ته د کروناویروس له کبله د دغه کس د مرګ خبر تاید کړ.

د بلخ د روغتیا چارواکو شاوخوا درې ورځې مخکې خبریالانو ته د دغه کس د مرګ خبر ورکړی و، خو نن ثابته شوه چې دا مړینه د کروناویروس په وجه وه.

د دغه کس په اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي خو ویل کیږي چې دی د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی و.

په همدې حال کې له هرات ولایت څخه هم ناتائید شوي راپورونه وايي چې یو کس د کروناویروس له کبله مړ شوی دی، خو د روغتیا وزارت ویاند وویل چې په دې اړه لا پوره معلومات نه دي ترلاسه شوي دي.

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د دغه ویروس مثبتې پېښې ثبتې شوي دي. په هرات (۲۱)، سمنګان(۳)، بلخ(۲)، فراه (۲)، دایکندي(۱)، کاپیسا(۱)، بادغیس(۱)، لوګر(۱)، زابل(۲)، کندهار(۱)، غزني(۱)، کابل(۲) او غور (۱) په کرونا اخته دي.

د کروناویروس ډېرې پېښې په هرات کې دي چې له ایران سره سرحد لري. د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل چې باید هرات ولایت قرنطین شي.

په ایران کې د کروناویروس تر دې دمه ۱۶۸۵ کسان مړه کړي او څه باندې ۲۰زره نور پرې اخته دي.

ایران په سیمه کې لومړی هېواد دی چې له دې کبله ډېر تلفات لري او هره ورځ ترې سلګونه افغان کډوال یا په رضا او یا په زور هېواد ته راستنیږي.

د کډوالو دغه راتګ په افغانستان کې د کروناویروس د پېښو د ډېرېدو اندېښنې زیاتې کړي دي. افغانستان له ایران سره خپل سرحد نه دی تړلی.

افغان حکومت ښوونځي او پوهنتونونه تړلي او نورې لویې غونډې او محفلونه یې هم بند کړي دي چې د کروناویرس د خپرېدو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG