د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په ځانمرګي برید کې پنځه چینایان وژل شوي


په خیبر پښتونخوا کې د چین پر اتباعو باندې له دې وړاندې هم مرګاني بریدونه شوي دي. (عکس: ارشیف)
په خیبر پښتونخوا کې د چین پر اتباعو باندې له دې وړاندې هم مرګاني بریدونه شوي دي. (عکس: ارشیف)

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۷) پنځه چینایي اتباع هغه مهال ووژل شول چې یو ځانمرګي برید کوونکي د دوی موټر په نښه کړ.

د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر محمد علي ګنډاپور فرانس پرس ته وویل: "په دغه برید کې پنځه چینایان او د هغوی ځایي موټر چلوونکی وژل شوي دي."

ګنډاپور وویل چې دغه چینايي اتباع د بریښنا د یو بند د جوړولو د پروژې له ځای څخه د اسلام اباد په لور روان وو چې د بشام ښار ته نږدې ورباندې چاودنه وشوه.

تراوسه ددې برید مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو چینايي اتباع په پاکستان کې اکثره د اورپکو په بریدونو کې وژل کیږي.

چین د خپل "یو کمربند او سړک" د نوښت په چوکاټ کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د پروژې له لارې په پاکستان کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده.

په ۲۰۲۱ کال کې یو بس چې د بریښنا همدې بند ته یې انجینران لیږدول، په ځای په ځای شوي ماین برابر شو او پکې د نهو چینایانو په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول.

تېر کال په اګست کې د پاکستان د ګوادر په ساحلي ښار کې پر چينايي انجنيرانو برید شوی و، خو چين ويلي وو په بريد کې چينايي وګړو ته مرګ ژوبله نه وه ‏اوښتې.‏

له دغې وړاندې د مۍ په میاشت کې د پاکستان په کراچۍ کې پوليسو وویل چې پر یو چينايي شرکت باندې ترهګریز برید یې شنډ ‏کړی، یو بریدګر یې وژلي بل ورڅخه په تېښته بریالی شوی دی.

د ۲۰۲۲ په اپریل کې د کراچۍ پوهنتون د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې (کنفوشيس انسټيټيوټ) باندې په ځانمرګي بريد کې درې چينايي استادان او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکي وژل شوي وو.‏

د بلوڅو بیلتون غوښتونکې ډلې "د بلوچستان د ازادۍ پوځ" ددې برید مسئولیت اخیستی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG