د لاس رسي وړ اتصالات

پنځه کردي جنګیالي "د داعش په برید کې" وژل شوي دي


د عراق په کردستان کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې پنځه کردي پیشمرګه جنګیالي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. ایالتي چارواکو ددغې پېښې پړه په اسلامي دولت یا داعش ډله اچولې ده.

د کردستان د سیمې صدراعظم مسرور بارزاني وایي دغه پیښه چې د شنبې په شپه نومبر ۲۷ (لیندۍ ۶) په سلیمانیه ښار کې شوې په ډاګه کوي چې په عراق کې د داعش د ماتې څخه څلور کاله وروسته لاهم د داعش له لوړرې د کردستان سیمې ته «جدي ګواښ» متوجه دی.

ددې سیمې د پیشمرګه قواو وزارت وایي وژل شوي جنګیالي د خپلو هغو ملګرو د ملاتړ لپاره روان وو چې د داعش ډلې وسله والو پرې برید کړی و.

په عراق کې د داعش د ډلې وروستی عمده برید د روان کال د سپتمبر په میاشت کې شوی و چې د کرکوک ښار په جنوب کې ۱۳ پولیس په کې وژل شوي وو.

خو وروستي عمده برید چې مسولیت یې د داعش ډلې منلی و د جولای په میاشت کې و چې د بغداد په شیعه میشته صدر ښار کې شوی و او په کې ۳۰ تنه وژل شوي وو.

داعش دمخه تر دې چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف یې پر ضد عملیات پیل کړي، په ۲۰۱۴ کې د عراق او سوریې ځنې برخې نیولې وې او خپل خلافت یې په کې اعلان کړی و.

د عراق حکومت د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې پر اسلامي دولت یا داعش باندې خپل بریالیتوب ولمانځه، خو لاهم د داعش جهادیانو پانې شونې پدې هیواد کې پر امنیتي ځواکونو باندې غلچکیو بریدونو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG