د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو یو مقام کابل ته تللی؛ وایي افغانستان کې کړکیچ ژور دی


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګرانډې د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۵(کب ۲۴) کابل ته ولاړ څو ووایي پر اوکراین د روسیې د برید او د پراخ بشري ناورین له رامنځ ته کیدو سره سره، افغانان هیر شوي ندي.

ښاغلي ګرانډې له اسوشیټډ پرس سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې کړکیچ ژور دی.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ د ادارې په راپور کې چې د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۵ خپور شو راغلي چې د افغانستان د ۳۸ میلیون نفوس څخه ۹۶ سلنه کسان کافي خوراکي توکي نلري.

د ملګرو ملتونو دغه چګپوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره وکتل. ښاغلي ګرانډې دا تائید کړه چې د تیر سپتمبر راهیسې یو لړ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي.

نوموړي وویل د طالبانو مشران اوسمهال د مهمو مسایلو په وړاندې د مبارزې په هدف د تګلارو او ستراتیژۍ په جوړیدو بوخت دي، ځکه هغوی له جګړې څخه د ورځنیو حکومتي چارو په ترسره کولو تمرکز کوي.

ګرانډې وویل: "زه وینم چې هغوی ډیره تجربه ترلاسه کړې ده." نوموړي زیاته کړه چې دا ځل په مشخصو ساحو کې د مسلکي ستراتیژۍ شاهد پاتې شوی دی.

ګرانډې څرګنده کړه طالبانو په خبرو کې ورته ویلي دي چې د نجونو له تعلیم څخه ملاتړ کوي.

خو دغه ژمنې به د روانې میاشتې په پای کې ولیدل شي کومې چې طالبانو له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې د ښوونځیو د پرانیستلو ژمنه کړې ده. اسوشیټد پرس ویلي دي چې ښاغلي ګرانډې له طالبانو سره د اقلیتونو د حقونو او په کاري ځواک کې د میرمنو د حضور په اړه هم خبري اتري کړي دي.

ښاغلي ګرانډې وویل ددې لپاره چې په افغانستان کې سوله ټینګه وي تر اوسه هم ډیر کارونه پاتې دي چې باید د طالبانو او نړیوالې ټولنې له خوا وشي او دا هیواد د بشري کړکیچ له حالت څخه د یوه مخ پر ودې اقتصاد په طرف یوړل شي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل: "پرمختګ شوی دی خو دا چې دغه پرمختګ په هغه هیواد کې محسوس شوی، زه فکر کوم دا له وخته ډیره مخکې ده چې وویل شي."

ښاغلي ګرانډې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې په پراخه کچه د بشري کړکیچ په دوام سره، دومره مشکلات، پراخه لوږه او ناهیلۍ وخت ته ضرورت لري.

نوموړی به د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه تر تللو مخکې کندهار او ننګرهار ولایتونو ته هم سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG