د لاس رسي وړ اتصالات

 په جبري ډول د ورکو شویو نړیواله ورځ؛ بلینکن وايي د قربانیانو تر څنګ ولاړ دي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي اتمه)، چې په جبري ډول د ورکو شویو کسانو نړیواله ورځ ګڼل کېږي، وویل چې د ورکو شویو کسانو تر څنګ ولاړ دي.

انتوني بلینکن په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې «په دې ورځ د هغو خلکو ترڅنګ ولاړ دی چې د غم او بیلتون تر بار لاندې د کورنیو او خواخوږیو څخه لېري» دي.

نوموړي همدغه راز وویل د کورنیو د غړو، حقوقي ‌استازو او د بشر د حقونو د مدافعانوننګه کوي، چې د قربانیانو د ارمانانو دفاع کوي. هغه جبري ورکول یوه نړیواله ستونزه وبلله.

بلینکن زیاته کړه: «متحده ایالتونو له ټولو حکومتونو څخه غواړي،‌ چې د [جبري] ورکولو او تري تم کولو له ستونزو سره مقابله وکړي.» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې باید په جبري ډول د خلکو ورک کول بند شي، د ورکو شویو کسانو په اړه معلومات ښکاره شي، که ورک شوي کسان مړه شوي، باید یې کورنۍ خبرې شي او جسدونه یې خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

هغه همدغه راز له حکومتونو څخه وغوښتل چې د ورکو شویو کسانو د حقونو د مدافعانو سره له زور زیاتي او د هغوی له ځورونې څخه لاس واخلي.

په همدې حال کې امریکايي رسنۍ وايي چې دالاسکا په ایالت کې د عامه محافظت ادارې په یو راپور کې د ۲۸۰ ورکو شویو کسانو په راپور خپور کړ. دا کسان د الاسکا بومي امریکایان بلل کېږي، چې د ورکېدو علتونه یې محیطي پېښې، مشکوکې پېښې، نامشکوکې او نا معلومې پېښې ګڼل شوې.

افغانستان

په تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې د زرګونو کسانو د ورکېدو راپورونه خپاره شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته هم په دغه هېواد کې د یو شمېر کسانو د ورکېدو راپورونه خپاره شول، په دوی کې یې اکثریت د مخکني حکومت کارکوونکي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي بلل کېږي.

یوناما تېره میاشت په خپل راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه په خپل راپور کې ویلي وو، چې طالبانو په تېرو دوو کالونو کې د مخکني حکومت شاوخوا ۲۰۰ ملکي او نظامي کارکوونکي د محاکمې له حکم پرته وژلي دي.

یوناما په دغه راپور کې ویلي: « په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دورې څخه د غیر قضایي وژنو، خپلسري نیولو او توقیفونو، شکنجې او ناوړه چلند او د جبري ورکېدو لږ تر لږه ۸۰۰ پېښې شوي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو سره تړاو لري.»

طالبان تل ادعا کوي چې «عمومي بخښنه» یې اعلان کړې او د افغانستان د مخکني حکومت له کارکوونکو څخه دغچ اخیستلو په فکر کې نه دي.

په ۲۰۱۳ کال کې په هالنډ کې چارواکو د ۵۰۰۰ هغو افغانانو نومونه خپاره کړل چې په افغانستان کې د حفیظ الله امین د حکومت په مهال تري تم شوي‌ وو.

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې چې خلکو په دغه لست کې د خپلو عزیزانو نومونه ولیدل، بیا یې د فاتحې مراسم ورته ونیول او خیراتونه یې ورپسې وکړل.

د راپورونه په اساس، امان الله چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کالونو کې د هغه وخت د حکومت د استخباراتو د تحقیق مشر و، د دغو کسانو نومونه د هالنډ حکومت ته ورکړي وو. امان الله په هالنډ کې پناه اخیستې ده.

پاکستان

په پاکستان کې او په خاص ډول په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې یو شمېر کورنۍ او خلک ادعا کوي چې زرګونه عزیزان او خپلوان یې تري‌ تم شوي دي، دوی د پاکستان حکومت او په ځانګړي ډول پوځ په دې کار کې دخیل ګڼي، خو حکومت او پوځ دا تورونه ردوي.

د جبري ورکولو په ضد په پاکستان کې ډېرې مظاهرې شوې او لا هم کېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ او بلوڅ فعالان وايي چې زرګونه کسان په جبري ډول ورک کړل شوي‌ دي.

په پاکستان کې د حقیقت موندنې حکومتي کمېسیون وايي چې د ۲۰۲۳ د جنورۍ تر ۳۱ نېټې پورې یې د ۹۲۹۴ ورکو شویو کسانو قضیې ثبتې کړي دي. وايي په دې ډلې کې یې ۳۸۰۴ کسان ازاد شوي دي، د ۲۴۱ کسانو مړي کورنیو ته سپارل شوي او ۶۳۲ نور کسان لا هم په زندانونو کې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو په اساس، په خیبرپښتونخوا کې ۳۳۸۰ کسان، په بلوچستان کې ۲۱۹۲ کسان، په سند کې ۱۷۵۹ او په پنجاب کې ۱۵۵۱ کسان تري تم دي.

منځنی ختیځ

د بخښنې نړیوال سازمان له لبنان، سوریې، عراق او یمن څخه غوښتي دي، چې د هغو کسانو برخلیک معلوم کړي چې د تېرو لسیزو په جګړو کې تري ‌تم شوي ‌دي.

د دغه سازمان یوې مسئولې ایه مجذوب په بیروت کې د ورکو شویو کسانو د کورنیو د غړیو په یوې غونډې کې وویل چې په منځني ختیځ کې په څلورو هېوادونو کې په جبري ډول د ورکو شویو کسانو شمېر لوړ دی او حکومتونه یې نه دي توانېدلی چې د هغوی د حقونو لپاره کوم کار وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، یوازې په عراق کې له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا د ۲۵۰زره کسانو څخه نیولې تر یو میلیون پورې خلک تري تم دي.

په یمن کې د بشري حقونو ډلې له ۲۰۱۵ کال راهېسې په جبري ډول د ۱۵۷۴ ورکو شویو کسانو قضیې ثبتې کړي دي.

په همدې حال کې په میانمار، بنګله دېش او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د زرګونو کسانو د ورکېدو او تري‌تم کېدو راپورونه ورکړل شوي‌دي.

د دغه راپور ځینې معلومات د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG