د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین کې نیول شوي بهرني سرتیري: روسیې په چل جګړې ته لیږلي یو


په اوکراین کې نیول شوي بهرنیان چې د روسیې له خوا جګړې ته لیږل شوي.
په اوکراین کې نیول شوي بهرنیان چې د روسیې له خوا جګړې ته لیږل شوي.

د اوکراین له خوا په جګړه کې نیول شويو یو شمېر بهرنيو سرتیرو ویلي چې دوی په اسیا، کارابین او افریقا کې له خپلو کورونو څخه د روزګار په لټه وتلي وو او د روسیې له خوا په چل او فریب د جګړې لومړۍ کرښې ته لیږل شوي دي.

د کیوبا، نیپال، سیرالیون او سومالیا هېوادونو اته تنو جنګي اسیرانو د اوکراین د چارواکو له خوا جوړې شوې یوې خبري غونډې ته وویل، له دوی سره ژمنه شوې وه چې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه لیرې به په دندو ګمارل کیږي او لوړ معاشونه به ترلاسه کوي.

د دې مطبوعاتي کنفرانس تنظیموونکو دا سړي د اجیرو سرتیرو په توګه معرفي کړل او ویې ویل چې له دوی سره د روسیې د جنګي اسیرانو په توګه چلند کوي.

که څه هم دغو بندیانو وویل چې په خپله خوښه له رسنیو سره خبرې کوي خو اوکرایني ساتونکي چې خپل مخونه یې پوښلي وو، یې ترڅنګ ولاړ وو او وروسته یې له ځان سره بوتلل.

د ژنیو کنوانسیون ایجابوي چې جنګي اسیران باید له "عامه تجسس" څخه خوندي وساتل شي.

په نیول شویو کسانو کې د کیوبا یو ۳۵ کلن وګړي وویل چې په روسیه کې د ساختماني کار په اړه یې د فیسبوک یو پوسټ ته ځواب ورکړ. هغه وويل: "ما فکر نه کاوه چې زه به جګړې ځم."

د سیرا لیون یو سړي په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدې، وویل چې یو مستخدم ته یې پیسې ورکړې او په روسیې کې د "ښې دندې" دپاره ولیږل شو خو نه یې غوښتل په پوځ کې شامل شي.

دغه امنیتي ساتونکي وویل چې په روسۍ ژبه د استخدام د اسنادو له لاسلیک کولو وروسته پوه شو چې هغه په پوځ کې شامل کړل شوی دی.

د اوکراین د جنګي اسیرانو د دفتر ویاند پیټرو یاتسینکو وویل، روسیه په دې لټه کې ده چې د ټیټ عاید لرونکو هیوادونو څخه اجیر سرتیري استخدام کړي.

هغه فرانس پرس ته وویل: "کله چې روسان دا ډول خلکو ته د میاشتې د ۲۰۰۰ ډالرو وړاندیز کوي او ورته وايي چې د جګړې په درېیمه لیکه کې به د امنیتي محافظینو په توګه کار کوي، نو دا خلک ډیر هڅیږي."

یاتسینکو وویل، روسیه د واګنر ډلې د سرتیرو او پخوانیو بندیانو له کمښت وروسته چې د جنګیالیو په توګه ورڅخه ګټه اخیستل کېده، بهرنیو جنګیالیو ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې "د اجیرانو شمېر ځکه زیاتېږي چې د روسیې د داخلي سرتیرو شمېر مخ په کمېدو دی."

په کیف کې ځینو بندیانو وویل چې دوی په خپله خوښه د روسیې له اردو سره یو ځای شوي خو تمه یې نه درلوده چې د جګړې لومړۍ لیکې ته به ولیږل شي.

ځینو وویل چې ورته ویل شوي چې دوی به د بیړنیو مرستو او لوجستیک په برخو کې کار کوي.

د سومالیا یو ځوان وویل، دغې دندې ته ځکه حاضر شوی چې خپلې کورنۍ ته "ښه راتلونکی" جوړ کړي. خو هغه وویل: "زه نه پوهیدم چې د جګړې لومړۍ کرښې ته به ځم. زه پرته له دې چې په ژبه پوه شم، هلته لیږل شوی وم."

د نیپال یو ۳۲ کلن سړي وویل چې هغه د نیپالیانو په پوځ کې د شاملیدو په اړه د ټیک ټاک ویډیوګانې کتلې او زیاته یې کړه چې انګیزه یې "د پیسو ګټل" و.

یو بندي وویل چې هغه د میاشتې ۲۵۰ زره روبل (۲۷۲۰ ډالر) معاش ترلاسه کاوه او یو بل تن وویل چې د نوموړي سره د میاشتې د ۲۰۰۰ ډالر معاش ژمنه شوې وه.

په هند او نیپال کې د فرانس پرس خبریالانو دا ډول کسانو د استخدام کېدو په اړه پلټنه کړې، او موندلي یې ده چې دا خلک زیاتره د غیر رسمي منځګړیو او په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شويو تبلیغاتي ویډیوګانو له لارې استخدام کیږي.

د فرانس پرس د راپور له مخې، هغو کسانو ته چې نظامي تجربه نلري، په پیل کې ویل کیږي چې دوی به په ملکي برخو کې کار کوي او همدارنګه به په روسیې کې د استوګنې جواز ترلاسه کوي.

خو روسیې ته له تللو وروسته، دغه کسان د وسلو د استعمالولو روزنه ترلاسه کوي او د جګړې لومړۍ کرښې ته لیږل کیږي.

په اوکراین کې نیول شویو دغو بهرنیو سرتیرو ویلي چې په لوړ معاش د جنګ له لومړۍ کرښې څخه لیرې د دندو ژمنې ورسره شوې وې.
په اوکراین کې نیول شویو دغو بهرنیو سرتیرو ویلي چې په لوړ معاش د جنګ له لومړۍ کرښې څخه لیرې د دندو ژمنې ورسره شوې وې.

نیپال ویلي دي چې د دوی پنځه اتباع په اوکراین کې د جنګي اسیرانو په توګه نیول شوي او لږ تر لږه ۱۲ تنه نور یې وژل شوي دي.

نیپال همدارنګه پر خپلو اتباعو په روسیه او اوکراین کې د کار په کولو بندیز لګولی او له روسیې یې غوښتي چې استخدام شوي نیپالیان خپل هېواد ته ستانه کړي.

یاتسینکو له هیوادونو وغوښتل چې له خپلو اتباعو سره مرسته وکړي او د هغو مستخدمینو له فریبکارۍ څخه یې وژغوري چې ورسره د "د سرو زرو د غرونو ژمنې کوي."

اوکراین دا مهال دا بهرنيان له نیول شویو روسي سرتیرو سره یو ځای ساتي او د جنګي اسیرانو چلند ورسره کوي.

یاتسینکو فرانس پرس ته وویل: "دوی په لومړۍ کرښه کې نیول شوي... په پوځي یونیفورم کې، وسلې ورسره وې. او دا چې ایا دوی اجیر عسکر دي، په دې اړه به محکمه پریکړه وکړي."

هغه زیاته کړه: "موږ لیواله یو چې دوی بیرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG