د لاس رسي وړ اتصالات

پخوانۍ افغانه سرتیرې وايي پر هیلو یې خاورې اړول شوې


نازدانه حسیني، پخوانۍ افغان سرتیرې
نازدانه حسیني، پخوانۍ افغان سرتیرې

د افغانستان یوه جلا وطنه پخوانۍ سرتیرې وايي، هیله یې درلودله چې د افغانستان د پوځ په لیکو کې د خدمت په لار کې تر لوړ مقام ورسیږي خو په ارمانونو یې خاورې واوښتې.

نازدانې حسیني په ژړغوني غږ امریکا غږ ته وویل: "بیان يې راته سخت دی، کله چې ١٢ کاله مکتب لولې، یوه هیله لرې چې یوه ورځ یو ځای یا مقام ته ورسیږې او بیا داسې ورځ راشي چې دا هرڅه نابود او هیلې دې خاورې شي، ددې سختۍ بیان راته ستونزمن دی."

د افغانستان د ځانګړو ځواکونو دا پخوانۍ سرتیرې وايي، د طالبانو له ویرې یې پر نظامي یونیفورم خپل لیکل شوی نوم او نښانونه په خپل لاس وسوځول، وايي، دا ورته د ژوند هیلو ته اور اچول وو.

د افغانستان د پوځ په لیکو کې شاوخوا ۶۳ زره ښځو خدمت کاوه. نامعلوم برخلیک او ناهیلي اوس هغه څه دي چې ډیری دغه پخوانۍ سرتیرې یې تجربه کوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمن کيدو وروسته په زرګونو د جمهوریت د وخت نظامي مامورین هیواد پریښودو ته مجبور شول؛ ساتنمنه نازدانه حسیني یوه له همدې جملې ده.

هغه وايي، هیڅکله به د هیلو او ارمانونو د پوره کیدو تیر فرصت ورته بیا په لاس ورنشي: "فکر نه کوم که بیا تیرو شرايطو او فرصتونوته ستانه شو او که ستانه هم شو پخوانی افغانستان به نه وي ځکه هرڅه له منځه ولاړل."

٢۴ کلنه نازدانه چې اوس په امریکا کې اوسیږي په افغانستان کې پاتې ملګرو ته چې د خطر سره مخ دي، اندېښمنه ده. هغه وايي: "یو شمیر ملګرې مې اوس هم په افغانستان کې دي. هغوی هره اونۍ او هر شپه خپل موقیعتونه بدلوي تر څو د طالبانو لاس ته ورنشي."

د ډیرو نورو افغانانو په څیر نازدانه هم په امریکا کې د نوي ژوند د پیل د سختیو یادونه کوي: "هر څه موږ ته سخت او ورسره نابلده وو، له ژبې نیولې تر محیط پورې. د کار لپاره به مو درخواست ورکړ، دا چې پوځ کې مو کار کړی و هیڅ ځای یې نه قبلولو، ویل به يې تاسو بله برخه کې کاري تجربه نلرئ چې دا هم راته ډیره سخته وه."

نازدانه چې دا مهال په نیویارک کې د یو خصوصي شرکت سره کار کوي وايي، د اسنادو له تکمیلیدو وروسته غواړي د امریکا د پوځي برخې سره خپل کار پیل کړي. هغه وايي افغانې میرمنې په مختلفو نظامي برخو کې کلونه له ترهګرو سره جنگیدلي دي او نړیوال ملاتړي باید د دوی قربانۍ هیرې نکړي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو وروسته نه یوازې په نظامي برخه کې ښځې له کاره منع شوې، بلکې د ښځو او نجونو پر تعلیم، کار او اجتماعي ژوندانه پراخ محدودیتونه وضع شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG