د لاس رسي وړ اتصالات

غني د اختر په مناسبت پیغام کې طالبان د واک په انحصار تورن کړي


پخوانی جمهور رئیس محمد اشرف غني (ارشیف)
پخوانی جمهور رئیس محمد اشرف غني (ارشیف)

د پخوانيو جمهور رئیسانو محمد اشرف غني او حامد کرزي په ګډون یو شمیر افغان سیاسي مشرانو د کوچني اختر په مناسبت په خپلو پیغامونو کې په افغانستان کې د سیاسي مشارکت او نجونو او ښځو د تعلیم او کار په ګډون ځینې مسلې یادې کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

د ځینو نورو اسلامي هیوادونو په څیر افغانستان کې هم د جمعې په ورځ اپریل ۲۱ (ثور اول) د کوچني اختر لمانځل په جوماتونو کې د اختر د لمانځه په اداکولو سره پیل شو.

پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې چې د پنجشنبې په شپه یې د خپل ټویټر او فیسبوک په پاڼو خپور کړی پر طالبانو باندې انتقاد کړې، او ویلي یې دي چې د اسلام په نوم یې افغانان برمته کړي دي.

ښاغلي غني په دغه پیغام کې ویلي، چې طالبانو د افغانستان ملي هویت له بحران سره مخ کړی دی: "دا دی زمونږ یوه بله روژه بیا په یوه مبهمه واکمنۍ کې په ملي اندېښنو تېره شوه. دا پټه واکمني، د یوه خفیه سازمان له خوا، تر پټ مخي مشرتابه لاندې چلېږي. دوی زمونږ ګران وطن په شدت سره منطقوي سپکاوي، بین المللي انزوا او ملي تشدت خوا ته روان کړی دی."

ښاغلي غني زیاته کړه چې دغه خفیه سازمان په حقیقت کې له ټولو ملي ارزښتونو سره د ضدیت تګلاره غوره کړې ده. هغه د حفیه سازمان نوم نه دی یاد کړی.

پخواني جمهور رئیس طالبان د واک په انحصار هم تورن کړي او ویلي دي، چې "په افغانستان کې هېڅ جابر اقلیت په زور نه ده ګټلې او ولس یې د غرور جام آخر ور مات کړی دی".

ښاغلي غني وویل، چې وطن یوازې په ملي او ولسي سوله او عادل نظام جوړېدلی شي. هغه پدې اړه د خپل حکومت د هڅو یادونه کړې او ویلي دي، چې د یوې باعزته سولې چوکاټ یې وړاندې کړی و او که پرې عمل شوی وای اوس به افغانستان د ستونزو سره مخ نه و.

ښاغلي غني ویلي، چې د طالبانو کړنې په اشتباه پښتنو ته منسوبیږي "په دغه قوم هیڅ اړه نلري دوی یوازې پښتو وايي خو پښتو نه کوي پښتو کول یې زده نه دي. دوی حتی د نجونو د زده کړو او کار مسلو کې په پښتنو او نورو قومونو تهمت وايي، چې ګویا دا بندیز د هغوی د کلتوري ارزښتونو له مخې لګیدلی دی".

د طالبانو حکومت د افغانستان پخواني جمهور رئیس اشرف غني څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو مشر د کوچني اختر په پیغام کې ویلي، چې افغانستان نوی له جګړو او ناخوالو راوتلی دی، رغونې او آبادۍ ته شدیده اړتیا لري.

ملاهبت الله اخوندزاده ویلي: "اوس نو ټول افغانان هغه که مسئولین دي او که غیر مسئولین دي؛ مکلفیت لرو چې خپل هیواد اباد او پخپلو پښو ودروو، د افغانستان آبادي د افغانانو خپل مسئولیت دی، باید نورو ته امید ونه کړو؛ بلکې په خپل همت او خپلو هڅو دا هیواد اباد او د ژوند ټولې ممکنه آسانتیاوې هیوادوالوته برابرې کړو".

همداشان د طالبانو مشر ویلي، چې افغانستان له ټولو همسایه هېوادونو، اسلامي هېوادونو او د ټولې نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او په متقابل تعامل ولاړې مثبتې او مؤثرې اړیکي غواړي.

ملاهبت الله اخوندزاده ویلي: "لکه څرنګه چې افغانستان نه غواړي، د بل هيڅ هیواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي، همداسې ټینګار کوي چې نور هیوادونه هم زموږ په کورنیو مسائلو او چارو کې مداخله ونه لري، چې داسې کول هم د نړۍ او هم د افغانستان په ګټه دي".

د افغانستان بل پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې، افغانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ د ورکولو ترڅنګ په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځیو او تعلیمي موسسو د بندیدو مسله هم یاده کړې ده.

ښاغلي کرزي ویلي د یو ژوندي او تاریخي ملت په توګه افغانان مکلفیت لري، چې د خپل هېواد د ترقي او پرمختگ لپاره زیار وباسي او په پوره یووالي او ورورگلوۍ سره پرمخ ولاړ شي.

ښاغلي کرزي ویلي: "خو دا هرڅه له تعلیم او پوهې پرته ناممکن دي. علم او پوهه د بشري ټولنې په وده او پرمختگ کې رغنده او بنیادي نقش لري خو په هېواد کې د نجونو پر مخ د تعلیمي مراکزو بند پاتې کېدل او د ښځو د کار پر وړاندې ممانعت د هېواد د پرمختگ او ځان بسیاینې لپاره یو لوی خنډ دی".

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله هم د خپل ټویټر په پاڼه د کوچني اختر په مناسبت په پیغام کې افغانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړې او ویلي دي، چې په افغانستان کې موجودو ستونزو د حل لپاره په کار دي، چې د خلکو اساسي غوښتني لکه د ټولنیز عدالت پلي کیدل، د افغانانو د اساسي حقونو رعایت کول، د ټولو ګډون او د نجونو او ښځو زده کړو مسلو ته لار ولټول شي ترڅو افغانستان د ټولنیز او اقتصادي ثبات په لور ګامونه واخلي.

په ورته وخت کې د مقاومت ملي جبهې، چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې یې وسله وال مقاومت پیل کړی هم د کوچني اختر په مناسبت په یوه اعلامیه کې د طالبانو چلند استبدادي بللي او ویلي یې دي چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د "خلکو لپاره په یو زندان "بدل شوی دی.

د مقاومت جبهې له نړیوالو غوښتي چې له طالبانو سره دې له تعامل څخه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG