د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: د رسنیو په اړه د ضیا سراج څرګندونې تحریف شوي


د افغانستان د ملي امنیت ریاست هغه څرګندونې چې د ولسي جرګې یو شمیر غړو د ضیا سراج له قوله په ټولنیزو رسنیو کې نشر کړي، تحریف شوې او له واقعیت څخه لرې بللې دي.

تیره ورځ د افغانستان ولسي جرګې د درې‌ګونو امنیتي بنسټونو چارواکي په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتوالي له امله استجواب کړي وو او د وکیلانو په غوښتنه استجوابیه غونډه د رسنیو له حضور پرته ترسره شوه.

له غونډې وروسته یو شمیر وکیلانو د بیان د ازادۍ په اړه د افغانستان د ملي امنیت د رئیس د څرګندونو یوه برخه په ټولنیزو رسنیو کې نشر کړه.

له دې ډلې د ولسي جرګې غړي عارف رحماني د ملي امنیت د رئیس له قوله ولیکل: "زموږ مطبوعات، زموږ سیاستوال او کارپوهان باید د دښمن رواني جګړې ته پاملرنه وکړي. هغه کسان چې له تروریستانو سره اړیکه نیسي او د هغوی په ګټه تبلیغات کوي، له هغوی سره د یو تروریست په شان عمل کوو".

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یو بیان کې د سري غونډې د محتویاتو افشا کول د "نه منلو وړ، د قانون او د ولسي جرګې د کورني اصولو خلاف" بللي دي.

د ملي امنیت ریاست یادې څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي: "د ملي امنیت عمومي ریاست د هېواد رسنۍ د تیرو شلو کلونو د لاسته راوړنو او ارزښتونو اصلي ساتونکي ګڼي او دغه ریاست ثابته کړې ده چې امنیتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو ساتونکی دی".

په بیان کې ټینګار شوی چې ملي امنیت د رسنیو په ضد د هر ډول دسیسې، ګواښ او د محدودیتونو د لګولو په وړاندې ودرېږي.

د ملي امنیت عمومي ریاست له رسنیو څخه غوښتي چې د افغانستان حساسو شرایطو ته په پاملرنې له هغو مواردو سره بې‌پرې چلند وکړي چې د رسنیو او د دغه ریاست ترمنځ د اړیکو د خرابوالي لامل کېږي.

د بیان په یوې برخه کې راغلي: "د ملي امنیت عمومي ریاست ځان مکلف ګڼي چې د اساسي قانون او د هېواد د ټولو نافذه قوانینو په مطابق له هغو کسانو سره قانوني، قاطع او جدي چلند وکړي چې د ډموکراسۍ له فضا او د بیان له ازادۍ څخه ناوړه ګټه اخلي او د هېواد په امنیتي او دفاعي بنسټونو باندې د خلکو د بې‌باورۍ لامل کېږي".

له دې سره هم‌مهاله د چهارشنبې په ورځ د مې پنځمه (غويي ۱۵) طالبانو هم رسنیو ته ورته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې یو شمیر رسنۍ خپل بې‌پرې والی تر پښو لاندې کوي او د حکومت په ګټه نشرات کوي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي: "د خبریالانو او رسنیو لخوا د کاذبو خبرونو او غلطو معلوماتو د نشر په صورت کې د رسنیو او خبریالانو بې طرفي تر جدي سوال لاندې راتللی شي، د دې کار د دوام په صورت کې به د راتلونکو اقداماتو مسئولیت پخپله د رسنیو د مسئولینو او کارکونکو په غاړه وي".

له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې (نی) د افغان حکومت او طالبانو دغو څرګندونو ته په غبرګون په یو بیان کې ویلي چې د دا ډول ګواښونو کول د افغانستان په رسنیو کې د ویرې د خپرېدو لامل کېږي.

نی دا ګواښونه د ملي او نړیوالو قوانیونو خلاف ګڼلي او ویلي یې دي چې د بیان په ازادۍ د محدودیتونو لګول به د افغانانو په ګټه نه وي.

XS
SM
MD
LG