د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: طالبان درواغجن دي، په رسمیت یې نه پېژنو 


د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ییف لودریان وایي‌ چې طالبان درواغ وايي او د هغوی له نوي-تشکیل شوي حکومت سره به اړیکې ونلري.

ښاغلي لودریان د شنبې په ماښام سپتمبر ۱۱ (وږي۲۰) قطر ته د خپل سفر په مهال وویل: « هغوی (طالبانو) ویلي وو چې بهرنیانو او ټولو ته به د تګ راتګ او سفر اجازه ورکوي او د همه شمول او استازي حکومت د جوړولو خبره یې هم کړې وه، مګر درواغ وايي.»

نوموړي د فرانسې د ۵شبکې له تلویزون سره په مرکې کې وویل: «فرانسه له دغه حکومت (طالبانو) سره د هر ډول اړیکو او د هغوی د رسمیت پېژندلو څخه ډډه کوي.»

ښاغلي لودریان وویل که طالبان له نړۍ سره ښې اړیکې او ښه اقتصاد غواړي، باید یې په عمل کې ثابت کړي.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او تېره اونۍ یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ټول یې د «اسلامي امارت) غړي دي. تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد هم د طالبانو نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اکثریت هېوادونه ټېنګار کوي‌ چې طالبان باید همه شمول حکومت جوړ کړي، بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او هغوی چې له افغانستان څخه وتل غواړي، مصئونه لار ورکړي.

ټاکل شوې چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ د قطر له چارواکو سره له افغانستان څخه د خپلو اتباعو او د هغوی د افغان کارکوونکو د اېستلو په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي لودریان ویلي دي چې لا هم څو فرانسویان او څو سوه تنه افغان همکاران یې افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا په مشرۍ له افغانستان څخه د تخلیې په پروګرام کې فرانسې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان چې اکثریت یې افغانان دې واېستل.

XS
SM
MD
LG