د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې په انتخاباتي کمپاین کې د طالبي مفکورې په ضد مبارزه


د فرانسې د ښي اړخ ګوند مشره
د فرانسې د ښي اړخ ګوند مشره

د فرانسې د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزو په درشل کې دوو ښځو هم خپلې انتخاباتي منډې ترړې پیل کړې.

د تمې سره سم د ښي اړخ ګوند مشرې مرین لو پن او د پاریس سوسیالستې ښاروالې ان هیدلګو د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (وږي۲۱) خپل انتخاباتي کمپاین پیل کړ.

درې پنځوس کلنې لو پن د «ازادۍ» په شعار ورکولو سره د «فریجس» په ښار کې کمپاین پیل کړ.

هغه ژمنه وکړه چې «د فرانسې د ځینو برخو د طالب کېدو» په ضد به مقابله کوي. خو د میرمن لو پن منتقدین وايي چې هغه په خپلو ښي اړخو افکارو سره په فرانسه کې د مسلمانانو په ټولنې تور لګولی دی.

بله کاندیده هیدلګو چې ۶۲ کلنه ده او له ۲۰۱۴ راهېسې یې د پاریس ښارواله ده، هیله څرګنده کړې ده چې د خپل سوسیال ګوند وروستۍ ګاندیده شي.

نوموړې وویل: «غواړم د فرانسې ټول ماشومان هغه فرصتونه چې زه یې لرم، ویې لري.»

ټاکل شوې چې په فرانسه کې د جمهوري ریاست انتخابات د ۲۰۲۲ د اپریل په لسمه نېټه کیږي او ویل کیږي چې د فرانسې د اوسني ولسمشر امانویل مکرون په ګډون به یو شمېر نور کاندیدان هم وي.

XS
SM
MD
LG