د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د بودیجې د کموالي له امله څلورو میلیونو افغانانو سره خوراکي مرستې کمې شوي


د مرستو د ترلاسه کیدو په هدف په کتار کې ولاړ افغانان
د مرستو د ترلاسه کیدو په هدف په کتار کې ولاړ افغانان

د خوړو نړیوال پروګرام د جمعې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۷) په یوې اعلامیه کې ویلي د بودیجې د کموالي له امله اړ شوي چې په روانه میلادي میاشت کې له څلورو میلیونو افغانانو سره خوراکي مرستې کمي کړي.

دغه مرستې په داسې حال کې کمیږي چې افغانستان د خپل تاریخ د ناوړه بشري کړکیچ په منځ کې دی او د ملګرو ملتونو په وینا، ۲۸.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ډبلیو اف پي په اعلامیه کې راغلي:"د بودیجې د محدودیتونو له امله، کابو څلور میلیونه کسان به په مارچ میاشت کې د هغو مرستو نیمایي ترلاسه کړي چې ضرورت ورته لري."

په اعلامیه کې زیاته شوې، د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام WFP په عاجله توګه ۹۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري څو په اپریل میاشت کې له ۱۳ میلیونو افغانانو سره مرسته وکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته او د نړیوالو موسسو او هیوادونو د مرستو په دریدو او کمیدو او پر بانکي سکټور د بندیزونو په لګیدو سره د افغانستان مشکلات نور هم زیات او یاد هیواد له بشري کړکیچ سه مخ شوی دی.

د تیر یو کال په جریان کې د طالبانو له خوا پر افغان میرمنو او نجونو د بندیزونو له لګیدو وروسته، د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمیر چارواکو په دې اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو اقدامات به ددې لامل شي چې مرسته کوونکي خپلې مرستې کمي کړي.

طالبانو نه یوازې ښځې او میرمنې په حکومتي او غیر حکومتي اداراتو کې له کار کولو څخه منع کړي بلکې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نشي تللی او پارکونو، حمامونو ته هم د میرمنو پر تګ بندیز لګیدلی دی.

تر اوسه د مارچ میاشتې لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام د بودیجې د کموالي دلیل روښانه شوی ندی.

د مرستو کموالی د یو ناوړه او سخت ژمې په پای کې ترسره کیږي چیرې چې اکثریت خلکو خپلې سپماوي او ذخیرې تشې کړي دي. ملګري ملتونه اټکل کوي چې کابو ۹۰ سلنه افغانان کافي خواړه نلري.

XS
SM
MD
LG