د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني حکومت غواړي د تابعیت ورکولو قوانین ساده کړي 


د جرمني سوسیال لیبرال حکومت غواړي د اروپایی اتحادیې په ډیر نفوس لرونکي هیواد کې د تابعیت د ترلاسه کولو مقررات آسانه کړي، خو ددې هیواد محافظه کاره اپوزیسیون ددې کار مخالف دی.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتس د شنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۵) په یو ویډیویي پیغام کې وویل چې جرمني له ډیرې مودې راهیسې د زیات شمیر خلکو لپاره د "هیلو هیواد" دی او دا ښه ده هغه خلک چې په دې هیواد کې ریښې لري د تابعیت اخیستلو پریکړه وکړي.

ښاغلي شولتس وویل: "جرمني د دې ټولو غوره میرمنو او نارینو د تابعیت لپاره غوره مقرراتو ته اړتیا لري."

د تابعیت اخیستلو پر مقرراتو بیا کتنه د هغو مډرنو اصلاحاتو له ډلې یو مورد دی چې د اولاف شولټس په مشرۍ د دریو ګوندونو له ائتلاف څخه جوړ شوي حکومت د تیر کال په ډسمبر میاشت کې د خپل کار په پیل کې پرې موافقه کړې وه.

دغو ګوندونو موافقه وکړه چې پر شرایطو برابر کسان کولی شي له پنځو کلونو او یا هم په یو شمیر مواردو کې کله چې د جرمني په ټولنه کې یې د ادغام شرایط پوره کړي وي، له دریو کلونو وروسته په اتومات شکل د هغه هیواد تابعیت ترلاسه کړي.

بلخوا د جرمني د کورنیو چارو وزیرې د جمعې په ورځ وویل چې د یاد قانون مسوده چمتو شوې ده.

د اوسني قانون له مخې، هغه ماشوم چې حد اقل یا یې مور او یا یې هم پلار پنځه کاله په جرمني ‌کې ژوند کړی وي، کولی شي په اتومات شکل د هغه هیواد تابعیت واخلي.

د جرمني حکومت همدارنګه هڅه کوي چې د دوه تابعیت درلودلو په وړاندې محدودیتونه لیري کړي. د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو او سویس د اتباعو په استثنا ډیر خلک باید د جرمني د تابعیت د اخیستلو لپاره له خپل اصلي تابعیت څخه تیر شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیره ننسي فایزر استدلال کوي چې د جرمني د تابعیت د ترلاسه کیدو لپاره د شرایطو ساده کول کولی شي په یاد هیواد کې د ادغام لپاره یو امتیاز ووسي.

میرمن فایزر وویل:"هدف دادی چې واقعیتونه رابرسیره شي. موږ د کډوالو څخه یوه منتوع او مډرنه ټولنه یو او فکر کوم چې قانون باید دا ښکاره کړي."

رسمې شمیرې ښکاره کوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۱۳۱۶۰۰ کسانو د جرمني تابعیت اخیستی دی او ۲۵ سلنه یې د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو وګړي دي. دا شمیر د ۲۰۲۰ کال په نسبت ۲۰ سلنه زیاتوالی شي او یو عمده دلیل یې د سوریې اتباع دي چې د هغه هیواد تابعیت یې ترلاسه کړی دی. اوسمهال د جرمني نفوس کابو ۸۴ میلیونو ته رسیږي.

خو د حکومت دا اقدام له مخالفتونو سره هم مخ دی. ښي اړخی منځلاری محافظه کار ګوند د جرمني د تابعیت په قوانینو کې د سهولتونو له رامنځ ته کیدو سره مخالف دی.

جګپوړی محاظفه کار قانون جوړونکی الکسندر دوبرینټ بیلډ ورځپانې ته ویلي:" د جرمني د تابعیت ارزانه خرڅول ادغام نه تشویقوي. هدف یې دقیقا برعکس دی." د دوبرینټ په وینا، د تابعیت د اخیستلو په پرخه کې سهولت به ددې لامل شي چې په دې هیواد کې غیرقانوني مهاجرتونه زیات شي.

بلخوا د دیموکرات مسیحي ګوند مشر تورسټن فري ZDF ټلویزیون ته ویلي:" پنځه کاله ډیر کم وخت دی چې خلک د تابعیت د ترلاسه کیدو په شرایطو برابر شي."

XS
SM
MD
LG