د لاس رسي وړ اتصالات

ملګروملتونو او جرمني د بشري حقونو د سرغړونو برخه کې د حساب ورکونې په اړتیا ټینګار کړی


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت او د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک په جرمني کې د خبرو پر وخت
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت او د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک په جرمني کې د خبرو پر وخت

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت د جمعې په ورځ اګست ۲۵ (وږي درییم) د ایکس په شبکې کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې سره یې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د خبرو ترڅنګ ددغه وزارت د ښځو څخه د ملاتړ د پالیسۍ په اړه هم خبرې کړي دي.

ښاغلي ریچارد بنیت لیکلي: "د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بایربوک سره د کتنې او په افغانستان کې د ډیرو مهمو بشري حقونو د مسلو په سر د بحث څخه خوشاله شوم. مونږ د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ښځو څخه د ملاتړ د پالیسۍ په ګډون په بشري مسلو خبرې وکړي او د بشري حقونو څخه د سرغړونو په برخه کې حساب ورکولو په اړتیا باندې مو ټینګار وکړ".

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم د پنجشنبې د ورځې ناوخته اګست ۲۴ (وږي دوییم) د ایکس په شبکې کې په خپله پاڼه لیکلي، چې د افغانانو سره ددغه هیواد پیوستون نه جلا کیدونکی دی: "مونږ به شاته نشو او د هغوی د بشري حقونو څخه به ملاتړ ته دوام ورکړو".

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې د تعلیم او کار د بندیز په ګډون یو شمیر زیات محدودیتونه لګولي دي. نجونې یې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو بندې کړي او په پوهنتونونو کې یې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

همداشان د طالبانو حکومت پر ښځو د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار کولو هم بندیز لګولی او ښځې یې پارکونو، ورزشي کلپونواو عمومي حمامونو ته د تللو څخه منع کړي او هم د کور بهر د وتلو پر مهال یې پر ښځو د حجاب اغوښتلو او په اوږده سفر کې د محرم د لرلو شرطونه ایښی دي.

طالبانو د ښځو د ازادیو د محدودولو د اقداماتو په لړ کې تیره میاشت ښځې سینګارتونونو ته د تللو څخه منع کړې او هم یې شاوخوا ۱۲ زره سینګارتونونه، چې شاوخوا ۶۰ زره ښځو په کې کار کوه وتړل.

د ملګروملتونو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دغو چارواکو په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه دا سلامشورې په داسې حال کې کړي، چې د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو ادارو او بنسټونو پر افغانستان باندې د طالبانو د دوییم کال د واکمنۍ د پوره کیدو پر مهال په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د طالبانو حکومت په تیرو دوو کلنو کې په پرله پسې ډول د بشري حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکړی دی.

ددغو راپورونو په لړ کې نږدې دوه اونۍ دمخه د روادارۍ په نوم د بشري حقونو یوې ادارې چې له افغانستان څخه بهر فعالیت کوي په یو راپور کې ویلي، چې د طالبانو د تبعیض ډک سیاستونه نه یوازې بدل شوي نه دي بلکې په تیرو دوو کلنو کې دغې ډلې د افغانستان په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې لا خپل محدودیتونه زیات کړي دي.

د روادارۍ بنسټ د اګست ۱۳ (زمري ۲۲) په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو د بشري وضعیت په اړه په یو تفصیلي راپور کې ویلي، چې د طالبانو د یو لړ کړنو له امله په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی دی.

په دغه راپور کې په مشخص ډول د ژوند حق، د آزادۍ او شخصي امنيت حق، د انساني کرامت حق، سوله ييز لاريونونو او د ښځو د بشري حقونو وضعيت بیلابیل اړخونه ارزول شوی او بحث پرې شوی دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له خپلو تر ټولو لومړنيو حقونو لکه کار، زده کړو او تحصيل څخه محرومې دي او طالبان د مسئوليت له هر ډول احساس پرته، تبعيض او د ښځو د اساسي آزاديو لا نورو نقضولو ته دوام ورکوي.

دا راپور وايي: "د طالبانو له خوا هدفي او له محاکمې پرته وژنې، شکنجه او بندیانو سره ناوړه چلند، د مخکني حکومت له کارکوونکو څخه مرگونی بدل اخستل، د افرادو په خپلسر او غیر قانوني نيونه، په تاوتريخوالي سره د اعتراضي او عدالت غوښتونکو فعاليتونو ځپل او ورپسې د خپلو مخالفينو او منتقدينو په منځ کې د وېرې او ډار د فضا رامنځته کول په ټوليزه توګه په افغانستان کې د بشري حقونو د بحراني وضعيت ښکارندويي کوي".

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا کارپوهانو د افغان میرمنو سره د طالبانو د چلند په اړه په یو راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو په سیستماتیک ډول محدویتونه لګولي او د ژوند په ټولو برخو کې یې د هغوی د تنفس د اخیستلو لپاره فضا ډیره تنګه کړې ده.

دغو کارپوهانو ویلي، چې د طالبانو دا ډول چلند د جنسیتي تبعیض د چلند امکانات لا زیاتوي.

په دې راپور کې کارپوهانو ویلي، کوم فرمانونه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو راهیسې صادر شوي د ښځو د ازاد حرکت، لباس، او چلند په ګډون پر ښځو او نجونو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

دا راپور وايي، چې همداشان دغو محدودیتونو په بي ساري او ډراماتیک ډول په سیاسي، عامه، اقتصادي او ټولنیز کلتوري ژوند کې د ښځو او نجونوپه ګډون او برخې اخیستنې باندې اغیز کړې ده او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې په پام وړ ډول د کور دننه تاوتریخوالی زیات کړی دی.

دغو کارپوهانو د طالبانو له حکومت غوښتي، چې په فوري ‌ډول دې د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو د موسسو دروازې پرانیځي او هم دي د ژوند په نورو برخو کې پر ښځو او نجونو لګیدلي محدودیتونه لیرې کړي.

خو طالبانو حکومت وايي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو محدودیت دایمي نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG