د لاس رسي وړ اتصالات

​اروپايي ټولنې تېرکال د افغانانو په ګډون نیم میلیون کډوال منلي


د اروپایي اتحادیې د احصایې اداره وایي دې ټولنې په ٢٠١٧ کې څه دپاسه نیم میلیون مهاجرو ته پناه ورکړې ده.

د اروپایي ټولنې د احصایې اداره وايي په ٢٠١٧ کې د منل شویو مهاجرو له دریو نه یوه برخه یې د سوریې تبعه دي. د منل شویو پناه غوښتونکو په ډله کې افغانان په دوهمه او عراقیان په درییمه درجه کې دي.

دې ادارې دا هم ویلي دي چې ددغو نیم میلیون مهاجرو له ډلې نه ٦٠ فیصده یې جرمني منلي دي. دغه شمیره د ٢٠١٦ میلادي کال په پرتله ټیټه ده.

په ٢٠١٥ کال کې اروپا ته څه دپاسه یو میلیون مهاجر ورغلل چې ددغې اتحادیې د مهاجرت سیستم یې په ټپه ودراوه او د مهاجرو د ویش پر سر یې د غړو هیوادونو ترمنځ سیاسي جنجال رامنځ ته کړ.

د اروپایي هیوادونو د مجموعي نفوس په پام کې نیولو سره جرمني په ٢٠١٧ کې تر ټولو زیات مهاجر منلي دي، ورپسې اتریش، سویډن، چک جمهوریت او پولند دي.

د اروپایي ټولنې د احصایې اداره دا هم وایي چې په ٢٠١٧ کې د سوریې او اریتریا اوسیدونکو د پناه اخیستنې زیات چانس درلود چې په هرو لسو دوسیو کې د نهه تنو د پناه غوښتنې درخواستونه منل شوي دي، خو برعکس د البانیا او کوزوو پناه غوښتونکو د منل کیدو لږ چانس درلودلی دی.

XS
SM
MD
LG