د جرمني د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) وویل چې دا هیواد له ترکیې څخه د استول شویو امامانو منل دروي او پر ځای به یې په خپله خاوره کې د مسلمانو دیني عالمانو ته روزنه ورکړي چې په ټولنه کې ادغام وهڅوي.
جرمني د ترکیې سره د یو تړون له مخې هر کال یو شمیر ترکي ملایان ددې هیواد په جوماتونو او اسلامي مرکزونو کې ګماري.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې په دیني چارو کې د ترکیې اسلامي اتحادیې (DITIB) سره موافقه شوې چې د بهرنیو ملا امامانو استخدام مرحله واره له مینځه یوسي او پر ځای یې هر کال په جرمني کې ۱۰۰ تنه امامان وروزي.
په دیني چارو کې د ترکیې اسلامي اتحادیه (DITIB) په جرمني کې ترټولو لویه اسلامي ټولنه ده او د ۹۰۰ جوماتونو ټولنې اداره کوي. منتقدین دغه اتحادیه چې په انقره کې د ترکیې د جمهوري ریاست د مذهبي چارو یوه څانګه ده پدې ملامتوي چې په جرمني کې د ترکیې د حکومت د یو غزیدلي لاس په توګه عمل کوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر وویل چې دا موافقه "په جرمني کې د مسلمانو ټولنو د ادغام او ګډون لپاره یو مهم پړاو دی".
میرمن فيسر وويل: "موږ داسې مذهبي مشرانو ته اړتيا لرو چې زموږ په ژبه خبرې وکړي، زموږ په هیواد پوه شي او زموږ ارزښتونه وساتي."
هغې زیاته کړه: "موږ له امامانو غواړو چې د مذهبونو ترمنځ خبرو اترو کې برخه واخلي او زموږ په ټولنه کې د عقیدې په اړه په پوښتنو بحث وکړي."
د جرمني د اسلام د کنفرانس (DIK) د ټولنې په وینا په جرمني کې شاوخوا ۵.۵ میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې ددې هیواد د نفوس ۶،۶ سلنه جوړوي.
په جرمني کې شاوخوا ۲۵۰۰ جوماتونه شتون لري.
تر دې وروستیو پورې، په جرمني کې د امامانو لویه برخه په بهر کې، په ځانګړې توګه په ترکیه کې روزل شوي ملایان وو.
د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګیلا میرکل په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کې د جرمني په خاوره کې د امامانو د روزنې په اړه خبرې وکړې او پارلمان ته یې وویل چې دا به موږ نور خپلواک کړي او دا کار د راتلونکي لپاره اړین دي.
په ۲۰۱۶ کې، د اردوغان د حکومت په وړاندې د ناکامې کودتا وروسته د DITIB ټولنه په جرمني کې د ترکي مهاجرینو د غړو په جاسوسۍ تورنه شوه، خو قضیه وروسته د ناکافي شواهدو له امله لغوه شوه.
په دیني چارو کې د ترکیې اسلامي اتحادیه څه باندې درې اونۍ وړاندې هغه مهال د خبرونو سرلیکه شوه چې د طالبانو د حکومت د درملو او خوراکي توکو د څانګې مشر عبدالباري عمر د جرمني د کولون ښار په یو جومات کې چې په دیني چارو کې د ترکیې اسلامي اتحادیې د سازمان له خوا اداره کیده ګډون وکړ او خلکو ته یې وینا وکړه.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت دغه پیښه په بشپړه توګه د نه منلو وړ بللې وه او ویلي یې وو چې د طالبانو غړي په جرمني کې ځای نه لري او د عمر د شتون په اړه یې د ترکیې د اسلامي ټولنې له چارواکو څخه د وضاحت غوښتنه کړې وه.
که څه هم دغې اتحادیې له دې غونډې څخه ځان لیرې کړ او ویې ویل چې دا ځای په کولن ښار کې د مېشتو افغانانو کلتوري ټولنې ته د دیني غونډو د ترسره کولو لپاره په کرایه ورکړل شوی او دغه اتحادیې ته معلومه نه وه چې دې غونډې ته د طالبانو کوم چارواکی بلل شوی دی.
په دیني چارو کې د ترکیې اسلامي اتحادیې ټولنې په ۲۰۲۰ کال کې په جرمني کې د امامانو لپاره د روزنې یو پروګرام پیل کړ.
په ۲۰۲۱ کې، جرمني په شمال لویدیځ ښار اوسنابروک کې د جرمني د اسلامي کالج، د امامانو لپاره د دولت په ملاتړ یو روزنیز مرکز هم جوړ کړ.
د بهرنیو چارو وزارت وویل، په جرمني کې به په کال کې د ۱۰۰ امامانو روزنه د DITIB د موجوده پروګرام د یوې برخې په توګه او همدارنګه د اضافي پروګرام له لارې ترسره شي.
دا وزارت وایي، په دې برخه کې، "د جرمني د اسلامي کالج (IKD) سره همکاري اړینه ده."
فورم \ دبحث خونه