د ډنمارک پارلمان نن پنجشنبه، ډسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶مه) یو لایحه تصویب کړه چې له مخې یې په عامه ځایونو کې د قرآن د نسخو سوځول منع اعلان شول.
د ډنمارک پارلمان له ۱۷۹ غړو څخه ۹۴ تنو دغه قانون ته مثبته او ۷۷ نورو بیا مخالفه رایه ورکړه.
د ډنماراک د عدلیې وزیر پیټر هملګارد پدې اړه په یوې خبرپاڼۍ کې ویلي: "موږ باید د ډنمارک او ډنمارکي اتباعو امنیت خوندي کړو. له همدې امله، دا مهمه ده چې موږ د یوې سیستماتیکې بې حرمتۍ پر وړاندې له یو اوږدې مودې راهیسې یې کتوونکي یوو، ښه اقدام وکړو. "
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ډنمارک د پارلمان لخوا دغه ګام وروسته له هغه واخیستل شو، چې پدغه هېواد او ګاونډي سویډن کې د مسلمانانو د سپیڅلي کتاب (قرآن) د نسخو د سوځولو یو لړ پیښو په اسلامي هېوادونه کې پراخ غبرګونونه وپارول.
پدې لړ کې عراقي مظاهره چیانو د روان کال د جولاۍ په میاشت کې، د مشهور عالم مقتدا الصدر له غوښتنې وروسته، په پلازمینه بغداد کې د دغو هېوادونو پر سفارتونو برید وکړ او د سویډن د سفارت ودانۍ ته یې اور ورته کړ.
د دغه نوي لایحې په متن کې راغلي، چې په عامه ځایونو کې د سپېڅلو کتابونو سوځول، څیرل او یا په پراخه توګه د خپراوي په نیت د داسې مذهبي متنونو سره نامناسب چلند چې د یوې مذهبي ټولنې لپاره ارزښت لري، منع دي.
د ډنمارک د پولیسو د احصائیې له مخې، د روان کال د جولای له ۲۱ څخه د اکتوبر تر ۲۴ پورې په ډنمارک کې د کتابونو او یا بیرغونو د سوځولو ۴۸۳ پیښې ثبت شوي دي.
د سپيڅلو کتابونو د نسخو په سوځولو د بندیز د قانون لومړنۍ لایحه د اګست په میاشت کې اعلان شوه. خو پر لایحې نیوکه وشوه چې د بیان ازادي محدودي او پلي کول یې ستونزمن دي، او له همدې کبله تعدیل شوه.
په ډنمارک او سویډن کې منتقدین استدلال کوي چې د قرآن د نسخو په سوځولو د بندیز په ګډون، په دینې او مذهبې نیوکو باندې هر ډول بندیز، د بیان د ازادۍ څخه انکار دی.
د ډنمارک په پارلمان کې د ښي اړخو ډیموکراتانو مشر انګر سټوجبرګ د دغه قانون پر تصویب نیوکه وکړه او ویې ویل: "دا یو خیانت دی، دا د حکومت لویه ناکامي ده. تاریخ به په دې اړه له موږ سره سخت قضاوت وکړي. د ښو دلایلو سره ... پایله دا ده چې ایا د بیان د آزادۍ محدودیت زموږ لخوا وضع کیږي یا دا چې دا له بهر څخه پر موږ تپل کیږي."
خو د ډنمارک ایتلافي حکومت استدلال کوي، چې نوی قانون د بیان پر ازادۍ ډیره لږه اغیز لري او پر دین او مذهب د نیوکې نورې قانوني لارې پرانستې دي.
بلخوا د ډنمارک په ګاونډ کې د سویډن حکومت چې د قرآن د نسخو د سوځولو له امله د اسلامي هیوادونو له سختو نیوکو سره مخ شوی، د قرآن بې حرمتي یې غندلی، خو ویلي یې دي چې د بیان ازادۍ او اعتراضي غونډو له جوړیدو څخه چې ددغه هېواد په اساسي قانون کې ورته اجازه ورکړل شوې ده، ملاتړ کوي.
ډنمارک یوازینی اروپايي هیواد نه دی چې د قرآ د نسخو سوځول یې غیر قانوني اعلان کړی دی. په اتریش، بلجیم، استونیا، فنلنډ، جرمني، ایټالیا، پولنډ او رومانیا کې هم د قرآن د نسخو سوځول منع دي.
فورم \ دبحث خونه