د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د پناه غوښتنې قوانین سخت کړل


د جرمني صدراعظم اولف شولتز
د جرمني صدراعظم اولف شولتز

د جرمني صدراعظم اولف شولتز سه شنبه نومبر اوومه (لړم ۱۶) پدې هیواد کې د کډوالۍ د چارو لا سختولو لپاره نوې طرحه معرفي کړله او هوډ یې څرګند کړ چې ډیر شمیر هغه کسان به وایستل شي چې د پناه په اخیستو کې ناکام شوي دي.

د ښاغلي شولتز دا بدلون د جرمني د مخکنۍ صدراعظمې انګلا مرکل د پالیسۍ سره ډیر توپیر لري او داسې مهال رامنځته کیږي چې ټاکل شوې راتلونکی کال په اروپا کې انتخابات وشي.

د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړنیو نهو میاشتو کې په جرمني کې ۲۳۰ زرو کسانو د پناه غوښتو لپاره خپل اسناد سپارلي و چې دومره ډیر شمیر کسانو په ټول تیر کال کې په جرمني کې پناه نه وه غوښتې.

سیمه ایز مسؤلین شکایت لري چې د دې پناه غوښتونکو لپاره په جوړو شویو سرپناوو کې نور ځای نشته او دوی یې قیمت نور نشي پوره کولی.

د جرمني صدراعظم هم ومنله چې دې هیواد ته د کډوالو راتګ بیخي ډیر شوی او له همدې کبله یې د ټولو ۱۶ ایالتونو د والیانو سره په پایتخت برلین کې تیره ورځ د څو ساعتونو لپاره غونډه جوړه کړې وه تر څو دې ستونزې ته د حل یوه لار پیدا کړي.

شولتز د غونډې څخه وروسته خبریالانو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې دا نوی تړون به وکړی شي دې هیواد ته د کډوالو راتګ کم کاندي.

هغه دا غونډه تاریخي شیبه وبلله او زیاته یې کړه چې د دومره غټې ستونزې په رڼا کې چې ډیر شمیر کډوال په غیرې قانوني توګه جرمني ته راځي، دا تړون به وکړی شي چې تر یو حده دا ستونزه حل کړي.

د جرمني مشر وویل: "د ایالتونو ټولو چارواکو له نږدې همکاري وکړله چې ضروري هم وه. ولس زمونږ څخه همدا تمه لري."

د موافقې له مخې، د جرمني فدرال حکومت سر له راتلونکي کاله، د هر پناه غوښتونکي پر سر ایالاتي حکومت ته اته زره امریکایي ډالر ورکوي – پداسې حال کې چې پخوا دا رقم یوازې څلور زره ډالر و.

صدراعظم وویل چې د نوي پلان له مخې به فدرال حکومت ته دا فرصت برابر شي چې ځینو ایالتونو ته لږې او نورو ته ډیرې پیسې ورکړي.

همدارنګه به د نوې موافقې له مخې پناه غوښتونکو ته هغه امتیازات چې اوس ورکول کیږي، کم شي چې د مالي مرستو تر لاسه کولو لپاره وخت هم پکې شامل دی.
د جرمني صدراعظم همدرانګه ژمنه وکړله چې د پناه غوښتو په هکله د پریکړو د پلې کولو چاره به ګړندۍ کړي او هغوی چې پدې هیواد کې ورته پنا ورنکړل شي، له هیواده د شړلو چارې به یې آسانه شي.

د حکومت په نوي پلان کې ویل شوي چې د چک جمهوریت، پولنډ او سویس سره په ګډو پولو کې موقتي پوستې به پخپل حال پاتې وي او دا ژمنه یې هم وکړله چې انساني قاچاق کوونکو ته به سزاګانې هم سختې شي.

د جرمني د صدراعظم اولف شولتز دا پالیسي د مخکنۍ صدراعظم انګلا مرکل سره بیخي په ټکر کې ده ځکه چې په ۲۰۱۵ کال کې میرمن مرکل د خپل هیواد سرحدونه نږدې یو میلیون کډوالو ته پرانیستي و.

جرمني ته همدارنګه د اوکراین څخه د یو ملیون څخه ډیر کډوال ورغلي چې د موقتي اوسیدنې لپاره ورته اسناد ورکړل شوي دي.

کارپوهان وایي چې ښاغلی شولتز دا اقدامات ځکه کوي چې غواړي په راتلونکو انتخاباتو کې چې د ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې کیږي، د ځان لپاره ملاتړ زیات کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG