د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان په حالاتو خبرې کړي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې میرمن آنالینا بیربوک د جمعې د ورځې ناوخته جولای اووم ( چنګاښ ۱۶) د یو ویډیو کنفرانس له لارې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړي دي.

د پخواني جمهور رئیس د دفتر له خوا په دې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې حامد کرزي د نجونو د تعلیم او کار ته د ښځو د بېرته ستنېدو په برخه کې د میرمن آنالینا بیربوک د هڅو ستاینه وکړه او د نجونو تعلیم یې د افغانانو د روښانه راتلونکې او آبادي او ترقي لپاره حیاتي مسئله وبلله.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "همداراز په دې ویدیو کنفرانس کې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د تامین لپاره پر لارو چارو په خاصه توگه د بین الافغاني خبرو پر اهمیت هم د نظر تبادله وشوه".

همداشان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د دغه ویډیو کنفرانس په ترڅ کې افغانستان سره د جرمني له مرستو، په خاصه توگه په ورستیو دوه کلونو کې د افغانستان له خلکو سره د دغه هېواد له بشري مرستو مننه کړې او افغانانو سره یې د جرمني د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.

جرمني د امریکا او د نورو لویدیځو هیوادونو په څیر د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته کابل کې خپل سفارت د قطر د پاتیخت دوحې ته انتقال کړی دی.

جرمني په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نورو اروپايي هیوادونو پرتله زیات شمیر افغان کډوالو ته په دغه هیواد کې ځای ورکړی دی.

په دې وروستیو ورځو کې جرمني له افغانستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو او په دغه هیواد کې د ځای په ځای کولو بهیر د څو میاشتو ځنډ وروسته بیا پیل کړی دی.

د ۲۰۲۳ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نږدې ۱۰۲ زرو کسانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده، چې دا د تیر کال همدې مودې په پرتله ۷۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

تېر کال نږدې ۲۱۸ زره کډوال جرمني ته تللي چې زیاتره یې د افغانستان او سوریې وګړي او په دوهمه درجه کې د ترکیې او عراق کډوال دي. دا له ۲۰۱۵ راهیسې په یو کال کې جرمني ته د تللیو کډوالو تر ټولو زیات شمېر دی. په دې برسېره، نږدې یو میلیون اوکرایني کډوال هم جرمني ته تللي دي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز او ددغه هېواد د ۱۶ ایالتونو والیانو د مۍ ۱۰ (غوايي ۲۰) په یوه غونډه کې له سختو خبرو وروسته پرېکړه وکړه چې د کډوالو د زیاتېدونکي شمېر په اړه به نوي سخت مقرارت وضع کوي.

په غونډه کې پرېکړه شوه چې جرمني به د پناه غوښتنې د درخواستونو د کتنې د بهیر د ګړندي کولو دپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ نوي سیستمونه په کار اچوي.

اوس مهال د پناه غوښتنې د درخواست کتنه په اوسط ډول ۲۶ میاشتې وخت نیسي. د نوي سیستم سره تمه کیږي چې له جرمني څخه هغه کسان هم ژر وشړل شي چې پناه غوښتنه یې نده قبوله شوې.

د کډوالو د احتمالي شړلو وړاندې د هغوی د توقیف موده له لسو څخه ۲۸ ورځو ته غځول شوې تر څو په دې بهیر کې سهولت رامنځته شي.

شولتز یو خبري کنفرانس ته ویلي چې غواړي جرمني ته د تازه راغلیو کډوالو له اصلي هېوادونو سره "د کډوالو په اړه همکاري" پراخه کړي.

هغه وویل چې ددې همکارۍ له مخې به جرمني د ناقانونه کډوالو د ستنولو په بدل کې د همکارو هېوادونو "وړ کسانو" ته اجازه ورکړي چې جرمني ته ورشي.

فدرالي حکومت او محلي ادارو د اوس دپاره په سرحدونو کې د اضافي تالاشۍ د پوستو یا چک پواینټونو د نه جوړولو پرېکړه وکړه خو په راتلونکي کې یې ددې کار د کولو امکان رد نکړ.

XS
SM
MD
LG