د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني د کډوالو له زیاتېدو وروسته په سرحدونو کې د نویو چک پواینټونو په جوړولو غور کوي


جرمني چې اوس مهال یوازې د اتریش سره د سرحد څخه تیریدونکي پلټي، په دې غور کوي چې دا اقدامات خپلو نورو سرحدونو ته هم وغځوي.
جرمني چې اوس مهال یوازې د اتریش سره د سرحد څخه تیریدونکي پلټي، په دې غور کوي چې دا اقدامات خپلو نورو سرحدونو ته هم وغځوي.

ټاکل شوې چې د جرمني صدراعظم اولاف شولتز او ددغه هېواد د ۱۶ ایالتونو والیان د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۰ (غوايي ۲۰) په یوه غونډه کې په دغه هېواد کې د کډوالو د زیاتېدو له امله د سرحدونو د کنترول او کډوالو د شړلو دپاره پر نویو مقرراتو بحث وکړي.

د ۲۰۲۳ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې نږدې ۱۰۲ زرو کسانو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده، چې دا د تیر کال همدې مودې په پرتله ۷۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

تېر کال نږدې ۲۱۸ زره کډوال جرمني ته تللي چې زیاتره یې د افغانستان او سوریې وګړي او په دوهمه درجه کې د ترکیې او عراق کډوال دي. دا له ۲۰۱۵ راهیسې په یو کال کې جرمني ته د تللیو کډوالو تر ټولو زیات شمېر دی.په دې برسېره، نږدې یو میلیون اوکرایني کډوال هم جرمني ته تللي دي.

د جرمني محلي چارواکو د نویو کډوالو دپاره د سرپناه جوړولو او نورو اړینو لګښتونو دپاره د اضافي بودیجې او مرستې غوښتنه کړې ده.

د غونډې د پرېکړه لیک د هغې مسودې په اساس چې فرانس پرس ترلاسه کړې، د جرمني مرکزي حکومت په پام کې لري چې پر محلي ادارو باندې د کډوالو د بوج د کمولو دپاره د خپلو پولو کنترول سخت کړي.

په پریکړه لیک کې ویل شوي: "وضعیت ته په پام سره، حکومت به له اتریش سره په سرحد کې نیول شوي امنیتي اقدامات خپلو نورو سرحدونو ته هم وغځوي."

جرمني اوس مهال یوازې د اتریش سره د سرحد څخه تیریدونکي پلټي. جرمني د بلجیم، چک جمهوریت، ډنمارک، فرانسې، لوګزامبورګ، هالنډ، پولنډ او سویس سره هم ګډه پوله لري.

په مسوده کې دا هم ویل شوي چې "د هغو کسانو د اخراج په اړه چې باید له جرمني څخه وشړل شي، پکار ده چې د هغوی له اصلي هیوادونو سره همکاري زیاته شي."

په مسوده کې وړاندیز شوی چې د هغو کډوالو د قضیو په څېړلو او شړلو کې بیړه وشي چې په جرمونو کې ښکېل شوي دي.

د جرمني یو شمېر ګوندونو همدارنګه غوښتنه کړې ده چې د هغو "مسئونو" هېوادونو لیست پراخ کړل شي چې کډوال یې باید له جرمني څخه بیرته دغو هېوادونو ته ستانه کړل شي.

په جرمني کې د کډوالو د شمېر له زیاتېدو سره په دغه هېواد کې په ځانګړي ډول په ختیځو ایالتونو کې د "جرمني دپاره د الترناتیف" په نوم د سخت دریځه ګوند ملاتړ زیات شوی دی.

په تازه نظرپوښتنو کې د کډوالو د مخالف دغه ګوند ملاتړ چې د ۲۰۲۱ په عمومي ټاکنو کې ۱۰.۳ سلنه وو، اوس ۱۵ سلنې ته لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG