د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: له سوریې وروسته افغانانو د پناه اخیستلو ډیر وړاندیزونه کړی


د جرمني په برلين ښار کې افغان کډوال
د جرمني په برلين ښار کې افغان کډوال

د جرمني حکومت د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۱) وویل چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې باندې ۲۴۴ زره کسانو په یاد هیواد کې د پناه اخیستلو وړاندیزونه ورکړي دي.

د یاد هیواد چارواکو همدارنګه زیاته کړې چې څه باندې یو میلیون نور اوکراینیان پر خپل هیواد د روسیې د بریدونو له امله یاد هیواد ته پناه وړې ده.

د جرمني حکومت څرګنده کړې چې د پناه اخیستلو د وړاندیزونو له اړخه د سوریې اتباع په لومړي او د افغانستان په دویم مقام کې دي.

برلین ویلي چې د ترکیې اتباع په دریم او د عراق په څلورم ځای کې دي. خو دغه هیواد د افغان او نورو هیوادونو د پناه غوښتونکو د دقیق شمیر په اړه څه ندي ویلي.

اوکرایني کډوال د پناه اخیستلو وړاندیز ته ضرورت نلري ځکه هغوی جرمني ته د اخلیدو په وخت کې لنډمهاله اقامه ترلاسه کوي.

د جرمني حکومت ویلي دي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د پناه اخیستونکو شمیر د ۲۰۲۱ میلادي کال په پرتله ۲۷.۹ سلنه زیات وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر ویلي چې پر اوکراین د روسیې برید په اروپا کې د پراخې جګړې لامل شوي چې ساری یې له دویمې نړیوالې جګړې راورسته لیدل شوی ندی.

هغې له اوکرایني کډوالو څخه د جرمني د خلکو د هرکلي مننه وکړه. فیرز وویل خلک د نړۍ په ټولو برخو کې له جګړو او ترور څخه تښتي او دا په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د پناه اخیستلو په شمیر کې د زیاتوالي یو دلیل دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې وویل هیواد یې هڅه کوي د پخوا په نسبت کډوال ژر په ټولنه کې مدغم کړي او ددې کار د ترسره کیدو لپاره ګڼ شمیر اقدامات تر لاس لاندې نیول شوي چې د جرمني ژبې د زده کړي عاجل ټولګي هم پکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني حکومت له هغه هیواد څخه د هغو پناه اخیستونکو د ایستلو لړۍ هم ګړندۍ کړې چې وړاندیزونه یې رد کیږي.

XS
SM
MD
LG