د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: د اختر تر څلورمې ۵۰۰ طالب بندیان خوشې کوو


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د لوی اختر تر څلورمې ورځې به د وسله والو طالبانو ۵۰۰ نور بندیان هم ازاد شي.

ولسمشر غني نن جمعه د جولای۳۱(زمري۱۰) په ارګ کې د لوی اختر تر لمانځه وروسته وینا کې وویل چې یاد طالب بندیان د هغه لېست جلا دي کوم چې طالبانو یې د ازادلو غوښتنه کړې وه.

هغه وویل: "دا چې طالبانو بیا اوربند ته غاړه ایښې ده د دې په ځواب کې نن د ښه نیت او د سولې پروسې د چټکتیا په خاطر د طالبانو د راکول شوي لېست علاوه،د ۵۰۰ طالب بندیانو خوشي کول اعلانوو. دا ۵۰۰ طالب بندیان د طالبانو لخوا په راکړل شوي لېست کې شامل نه دي... او د اختر تر څلورمې ورځې به عملي شي."

ښاغلي غني وویل چې یاد طالب بندیان له هغوی سره د بندي افغان سرتیرو او ملکي وګړو په بدل کې ازادیږي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت د سولې مذاکراتو ژر پیلېدو په خاطر تر دامهاله د وسله والو طالبانو ۴۶۰۰ بندیان ازاد کړي چې په وینا یې دا سولې ته د حکومت ژمنتیا ښيي.

ولسمشر غني وویل چې په دې سره د حکومت لخوا د ټولو ازاد شوو طالب بندیانو شمېر۵۱۰۰ تنو ته رسیږي.

افغان ولسمشر پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره د افغان حکومت له مذاکراتي ټېم سره خبرې پيل کړي. چې په وینا یې د پاتې طالب بندیانو په اړه به د خبرو په جریان کړې پرېکړه وشي.

نوموړي یو ځل بیا د اختر په درې ورځو کې د طالبانو لخوا د اوربند هر کلی وکړ او زیاته یې کړه چې له دغه اوربند څخه ملاتړ کوي.خو نوموړي زیاته کړه چې دغه درې ورځې اوربند دي دومداره شي.

د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو برخلیک

ښاغلي غني وویل چې د طالبانو لخوا حکومت ته سپارل شوي لېست کې ۴۰۰ داسې بندیان شامل دي چې د هیواد اساسي قانون او جزا قانون په اساس ولسمشر د هغوی د خوشي کولو صلاحیت نه لري.

خو نوړي زیاته کړه چې په دې اړه په نژدې راتلوونکي کې به د ولس څخه په دې اړه مشوره وغواړي:"بیا تکراروم زه د دوی د خوشي کولو صلاحیت نه لرم، زه باید له ملت سره مشوره وکړم.او د دغه ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه مشورتي لویه جرګه راغواړم.تر څو د ولس استازي مشوره راکړي او موږ د هغوی د مشورې په اساس پرېکړه وکړو."

هغه وویل چې په هیواد کې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره د ولس غوڅ اکثریت متفق دی او د ټولو په منځ کې اجماع موجود ده.

ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړه چې افغان حکومت هم په هیواد کې د روانې ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې تل هڅې کړي او په وینا یې په راتلونکي کې به خپلو هڅو دوام ورکړي.

"لا هم سولې ته د منتیا په خاطر حاضر یو اوچت ګامونه واخلو، ترڅو د سولې مذاکراتو د پیل لپاره ټول خنډونه او بهانې ختمې شي."​

XS
SM
MD
LG