د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: سیاسي مشران باید طالبانو سره د سولې خبرو کې متحد شي


هغه پر سولې تمرکز د افغان حکومت او مقابل لوري (طالبانو) په ګټه بللی دی.
هغه پر سولې تمرکز د افغان حکومت او مقابل لوري (طالبانو) په ګټه بللی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي افغان سیاسي مشران باید د سولې مذاکراتو څخه د ملاتړ په هدف طالبانو سره د سولې خبرو کې متحد شي او یادې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د یوې «ترخې» جګړې په تمه شي.

نوموړي تیره ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۱) له اسوشېټيډ پریس اژانس سره مرکه کې ویلي چې اوس د دې وخت دی چې افغان سیاسیون د سولې خبرو کې متحد شي.

هغه د ګواښ په ډول ویلي که د سولې بهیر څخه د ملاتړ په هدف د افغان سیاسیونو یووالی رامنځته نشي په وینا یې تاریخ او له وضعیت څخه نا هیلې شوې میلیونونه خلک به یې په اړه په سختۍ سره قضاوت وکړي.

عبدالله عبدالله همدارنګه ویلي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل به له ځان سره ستونزې ولري، خو نوموړي ټینګار کړی چې ټول پام باید د سولې په ټینګېدو شي.

هغه پر سولې تمرکز د افغان حکومت او مقابل لوري (طالبانو) په ګټه بللی دی.

نوموړي یو ځل بیا ویلي چې وسله وال طالبان باید خپلې غوښتنې د سولې د خبرو پر مېز مطرح کړي او په وینا یې افغان حکومت یې په اړه بحث کولو ته چمتو دی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله زیاته کړې چې وسله وال طالبان د جګړې له لارې نشي بریالي کېدای او په وینا یې د سیمې هیوادونه یې د زور له لارې واک ته د رسېدو ملاتړ هم نه کوي.

عبدالله ویلي: "یو پراخ او هر اړخیز سوله ییز توافق هغه څه دی چې ټول ورباندې باور لري... خدای مه کړه که سولې ته ونه رسیږو، البته هیڅ چا د هیواد وروستی تاریخ نه دی هیر کړی."

تېره ورځ د مۍ اوله له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر رسماً پيل شو.

عبدالله عبدالله پر داسې مهال د افغان سولې لپاره د سیاسیونو پر یووالي ټینګار کړی چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه د ملي او سیاسي اجماع د پیاوړتیا او سولې ته د رسېدو په موخه نن په ارګ کې له ځینو جهادي مشرانو محمد محقق، دین محمد او ملي سوداګر محمد اسماعیل غضنفر سره کتلي دي.

ارګ وايي په دغو کتنو کې جمهور رئیس غني د دوی سلا مشورې واورېدې او د سولې په پروسه کې د راتلونکو ګامونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG