د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بیا د ترهګرۍ د ځپل شویو هیوادونو د لست په سر کې راغلی- راپور


د اقتصاد او سولې انستتیوت د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) د "ترهګرۍ د نړیوال شاخص" په کلني راپور کې افغانستان د څلورم پرله پسې ځل لپاره د ترهګرۍ څخه د متضررو هیوادونو په سر کې راوستی دی.

د اقتصاد او سولې انستتیوت (Institute for Economic $ Peace) په دې کلني راپور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ترهګریز بریدونه ۷۵ سلنه او د بریدونو له امله مرګ ژوبلې ۷۸ سلنه کمې شوي دي.

یاد انستتیوت چې اصلي مقر یې په آسترالیا کې دی په خپل راپور کې زیاته کړې ده چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو نهه سلنه په افغانستان کې وو او دا شمیر د ۲۰۲۱ میلادي کال په نسبت ۲۰ سلنه کموالی ښیي.

په راپور کې ټینګار شوی چې په مرګ ژوبلو او بریدونو کې کموالی له یوې تروریستي ډلي څخه د یو حکومتي لوبغاړي په توګه د طالبانو د موقف د بدلیدو له امله رامنځ ته شوی دی.

د یاد راپور له مخې، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ترهګرۍ له امله مرګ ژوبلې نهه سلنه کمې شوي او په مجموع کې په ټوله نړۍ کې ۶۷۰۱ کسان ددې ډول بریدونو له امله وژل شوي‌ دي.

د اقتصاد او سولې انستتیوت ویلي چې د ترهګرۍ له امله په مرګ ژوبله کې کموالی کیدای شي افغانستان ته نسبت ورکړل شي او په ۲۰۲۲ کال کې ۶۳۳ کسان په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله وژل شوي ځکه طالبان په یاد هیواد واکمن دي.

د وژل شویو دا شمیر، د ۲۰۰۷ کال راهیسې په خپل ټیټ حد کې دی. په دې منځ کې ۴۳۴ کسان په بمي بریدونو او ۱۸۴ نور په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې څخه ۲۶ ولایتونه د ترهګریزو بریدونو شاهدان وو چې تر ټولو ډیر بریدونه په پلازمینه کابل کې شوي چې له امله یې ۵۴۹ کسان وژل شوي دي.

په یاد راپور کې ویل شوي چې د داعش خراسان څانګې په ۲۰۲۲ میلادي کال ۱۴۱ بریدونه کړي چې له امله یې ۴۹۸ کسان وژل شوي دي. د اقتصاد او سولې انستتیوت په راپور کې هیوادونه په ترهګریزو بریدونو کې د څلورو شاخصونو، پيښو، وژل شویو، ټپيانو او مالي خساراتو له مخې رده بندي شوي دي.

خو د ترهګرۍ نړیوال شاخص، د دولتونو ځپل او دولتي لوبغاړي په دې راپور کې ندي راوستي او د "طالبانو ځپونکي اعمال" چې اوسمهال د هغه هیواد کنټرول په لاس کې لري، په دې راپور کې ځای شوي ندي.

خو په پاکستان کې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ترهګریزو بریدونو له امله مرګ ژوبله د ۲۰۲۱ میلادي کال په نسبت ۱۲۰ سلنه زیاته شوې ده. د راپور له مخې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له امله ۶۴۳ کسان وژل شوي په داسې حال کې چې دا شمیر په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۲۹۲ کسان وو.

د افریقا د ساحل هیوادونه هم د ترهګریزو بریدونو د پام وړ زیاتوالي شاهد دي خو په نایجریا او نایجر کې وضعیت د ۲۰۲۱ میلادي کال په نسبت یو څه ښه شوی دی.

برعکس په بورکینا فاسو او مالي کې ترهګریز بریدونه د پام وړ زیات شوي دي. په بورکینا فاسو کې په ۲۰۲۲ کال کې ۱۱۳۵ کسان وژل شوي چې د ۲۰۲۱ کال په نسبت ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي او په مالي کې په ورته موده کې ۹۴۴ کسان وژل شوي چې د یو کال مخکې مودې په پرتله ۵۶ سلنه زیاتوالي ښکاره کوي.

د یاد راپور له مخې، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې تر ټولو ډیر ترهګریز بریدونه د داعش یا اسلامي دولت ډلې او د دې ډلې د اړوندو ډلو له خوا شوي دي.

الشباب ، د بلوچستان آزادي غوښتونکی اردو او جمعیت نصرت الاسلام او المسلمین ډلي په ترتیب سره د مرګونو بریدونو له پلوه په دویم، دریم او څلورم مقام کې راغلي دي.

XS
SM
MD
LG